نړۍ

د بيړۍ د ډوبيدو له امله د جنوبي کوريا لومړي وزير استعفا ورکړه

د جنوبي کوريا لومړي وزير چنګ هانګ ون ويلي، چې د دغه هيواد د يوې سمندري بيړۍ له ډوبيدو وروسته د انتقادونو او نيوکو له امله له خپلې دندې استعفا ورکوي.

په ډوبه شوې بيړۍ کې ۴۷۶ کسان سپاره وه، چې ډېری يې د دغه هيواد ځوان زده کوونکي او استادان ول.

دغه زده کوونکو د يو تفريحي چکر په موخه نوموړې بيړۍ کې سفر کاوه، چې له دوه ساعته مزل وروسته

د جنوبي کوريا په يو سمندر کې چپه شوه.
حکومتي مرستندويه ډلو تر اوسه ۱۸۶ مړي راويستي او سلګونه نور لا هم ورک دي.

د ورکو او مړو شويو کسانو کورنۍ او خپلوان پر حکومت تور لګولی، چې د غرق شويو کسانو په ژغورلو کې يې سستي کړې ده.

د جنوبي کوريا لومړي وزير ويلي، چې ده لا مخکې اراده کړې وه، چې له خپلې دندې لاس په سر شي، ولې د ډوبې شوې بيړۍ ژغورل ډېر مهم کار و.

وړمه ورځ د مړيو او ورک شويو کسانو خپلوانو لومړي وزير سره د ليدو پر مهال د نوموړي پر خلاف نارې وهلې او هغه نا اهله سړی وباله.

له دغې ناستې وروسته چنګ هانګ ون اعلان وکړ، چې نه غواړي نور په خپل ولس بوج شي او سر له اوسه اعلان کوي، چې له خپلې چوکۍ استعفا ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x