افغانستان

ضعیف: د نور استعفا؛ له ملېشه سازۍ نه مرکزيت ته ښه هڅه ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ لېندۍ، ۱۳۹۶ل): په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف د د عطامحمد نور استعفا ښه ګام بللی دی.

دې سیاسي څېرې پخپله فیسبوک پاڼه لیکلي، له ملېشه سازۍ نه، ملي مرکزیت په لور دا يوه ښه لاسته راوړنه ده.

ښاغلي ضعیف عطامحمد نور «امپراتور» بللی او لیکلي يې دي: «د بلخ د امپراتورعطامحمد نوراستعفا د ولسواكۍ لپاره ښه قدم کيدلای شي.»

د ضعیف په وینا د ملي او مرکزي حاکمیت لپاره دا ښه لاسته راوړنه ده: «داسي اقدام د سمتي واکمنۍ او د شخصي ملېشو د قوت پر ځای د ملي اومرکزي حاکميت لپاره ښه لاسته راوړنه بللای شو.»

د عطامحمد نور پر ځای د بلخ والي انجینر محمد داود ټاکل شوی، ځینو سرچینو د عطامحمد نور له لوري وړاندیز شوی ګڼلی دی.

ښاغلي ضعیف هم د پورته خوشبينۍ څرګندولو تر څنګ ویلي، چې د بدیل لپار يې باید دقت وشي، هغه کاږي:«خو د بديل انتخاب په اړه دقت پکاردی ترڅو د دغو شومو پديدو او سازشونو مخه ډب کړل شي.»

ارګ نن د عطامحمد نور د استعفا او سمدستې د منلو خبر ورکړ، تر اوسه پخپله عطامحمد نور په دې اړه څه نه دي ويلي، خو امرالله صالح بیا د نور د ګوښه کېدو په اړه ويلي له حکومته ګیله، له «خاورو خځلو ګیله» بللې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
oooo

ضعیف صیب الله دِ ِي وساته زمو.ږد سر تاج يې

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x