افغانستان

د کرنې او مالدارۍ وزارت: سږ کال د زعفرانو حاصلات له اتو ټنو زيات دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ لېندۍ، ۱۳۹۶ل):د افغانستان د کرنې او مالدراۍ وزارت وياند لطف الله راشد وايي، سږ کال د هېواد په کچه د بل هر وخت په پرتله د زعفرانو په توليد کې زياتوالی راغلی دی.

د مشعل په وينا، سږکال بزګرانو په ۳۵۰۰ هکتاره ځمکه زعفران کرلي، غوښتل مو له ټول افغانستان څخه اته ټنه زعفران ترلاسه کړو، خو تازه معلومات ښيي چې د زعفرانو توليد له اتو ټنو زيات شي.

دغه راز نوموړی وايي، سږ کال يې په هرات ولايت کې د زعفرانو د پروسس لپاره شپږ  مرکزونه او يو لابراتوار هم جوړ کړي دي.

د ياد وزارت د معلوماتو له مخې افغانستان به په راتلونکو څو کلونو کې وکولای شي چې هر کال څوارلس ټنه زعفران توليد کړي.

څه موده مخکې په بروکسل کې د ذايقې او د خوراکي توکو د کيفيت د ارزونې نړيوال انسټيټيوټ د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو د زعفرانو له درې سوه نمونو څخه د افغانستان زعفران غوره ونومول.

د افغانستان زعفران تر ډېره عربي هېوادونو، اروپا، هندوستان او چين ته صادرېږي.

خو کارپوهان وايي، د افغانستان د زعفرانو صادرولو لپاره بايد ځانګړې پاملرنه وشي، ځکه چې ځينې وخت د افغانستان په نوم سوداګر دوهم نمبر زعفران صادروي چې دا د افغانستان په بزګرانو او د زعفرانو په سوداګرۍ ژور اغېز کولای شي.

د څېړنو له مخې د زعفرانو استعمالول خفګان، بد هضمي، د وينې د فشار کمولو کې مرسته کوي او د اعصابو کمزوري، ستړيا، درد، بې خوبي له منځه وړي او دغه راز د خوړو جوړولو په مسالو کې ترې استفاده کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x