کرېکټ: استرالیا انګلستان ته په دریېمه ټیسټ لوبه کې ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ایشیز سیالۍ په دریېمه لوبه کې استرالیا انګلستان ته په یوه پاڼۍ او ۴۱ منډو ماتې ورکړه چې ددوی لخوا په دغه سیالیو کې پرلپسې دریېمه ماتې ده.

دغه لوبه کې چې د تیرې پنجشنبې په ورځ پیل شوه پچه انګلستان وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه چې د ټولو لوبغاړو په سوځیدلو سره یې ۴۰۳ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا غوره توپ وهنه ډیویډ ملان چې ۱۴۰، او بریسټو چې ۱۱۹ منډې یې جوړې کړې وکړه.

د استرالیا لخوا غوره توپ اچونه میچل سټارک وکړه او ۴ لوبغاړي یې وسوځول.

په ځواب کې د استرالیا لوبډلې ښه لوبه وکړه چې د ۹ لوبغاړو په سوځیدلو یې ۶۰۹ منډې جوړې کړې او له سوځیدو مخکې یې انګلستان ته پاڼۍ ورکړه، ددوی لخوا سټیو سمیت ۲۳۹ منډې جوړې کړې.

انګلستان په دفاعي پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدلو ۲۱۸ منډې جوړې کړې، او لوبه یې په یوه پاڼۍ او ۴۱ منډو وبایلله، د استرالیا لخوا غوره توپ اچونه هیزلووډ وکړه، نوموړي د انګلستان ۵ مهم لوبغاړي وسوځول.

دغه سیالۍ ۵ لوبې لري، چې استرالیا پرلپسې په دریمې ۳-۰ بریا دغه جام خپل کړ، خو لا هم ۲ لوبې پاتي.

د یادونې وړ ده چې “د ایشیز” سیالۍ د ټیسټ، یو ورځينۍ او شل اوریزو په شمول هر کال د استرالیا او انګلستان ترمنځ کیږي چې ډیر مینوال او لیدونکي لري، تر دې دمه په دغو سیالیو کې ۷۰ لوبې ترسره شوي چې ۳۳ یې استرالیا، ۳۲ یې انګلستان او ۵ مساوي شوي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د