نړۍ

حامد مير: اوس هم د وژلو او بريدونو ګواښونه راته کيږي

وتلی پاکستانی ژورناليست او کالم ليکونکی حامد مير وايي، چې د هغو کسانو لخوا ورته د مرګ ګواښونه کيږي، چې تل پاکستاني پوځ سره تړلي خلک دي.
حامد مير په وسلوال بريد کې له ټپي کيدو وروسته په لومړي ځل بي بي سي اردو سره په خپلو خبرو کې و ويل،چې خلک د دوست په شکل ورته راځي، چې له پاکستانه ووځه، ځکه چې بيا به پرې وسلوال بريدونه کيږي او د مرګ ګواښونه هم ورته کيږي.
د حامدمير له قوله چې پرون هم ورته يو مهم مسؤول راغلی و، چې بايد له پاکستانه ووځي، ځکه چې بيا به پرې بريدونه کيږي.
حامد مير زياته کړه، چې دی اوس هم دخپلو ټپونو له امله دردمن دی، خو يو شمېر خلک اوس هم د مرګ ګواښونه ورته کوي.
دغه مشر ژورناليست ويلي، چې پر ده د وسلوال بريد تر شا د هغه چا لاس دی، چې د ژورناليستانو حرکتونه او تيليفونونه څاري، چې فلانی چېرته دی او چېرته روان دی.
حامد مير و ويل، چې د ده دښمنان په ای ايس ای کې دننه ای ايس اي ده.
مير د خپلې خبرې د روښانتيا لپاره و ويل، چې کوم تش په نوم جهادي ګوندونه پاکستان کې دا څو ورځې د پوځ او ای ايس ای لپاره د ده پر خلاف لاريونونه او مظاهرې کوي، همدا د ای ايس ای دننه ای ايس ای ده.
حامد مير له ټپي کيدو ورسته په لومړي، ځل خپلو خبرو کې ويلي، چې ده ته پاکستان کې تر ټولو زيات ګواښ د ای ايس ای لخوا دی؛ ځکه چې بلوچستان کې د ورک شويو کسانو لپاره چې د دوی د کورنيو لخوا کوم لاريون شوی، ده هغه لاريون د خپل تلويزون له لارې خپور کړی وه، چې پوځ ترې پر دې خبره ډېر خوابدی و.
د يادونې وړ ده، چې حامد مير د جيو تلويزون او جنګ ورځپاڼې وتلی ژورناليست دی، چې تېره اوونۍ کراچۍ کې په يو وسلوال بريد کې ژور ټپي شو.
حامد مير اووه مرمۍ لګيدلی، چې اوس هم د کراچۍ اغاخان روغتون کې د درملنې لاندې دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x