افغانستان

د عطا نور پر ګوښه کېدو د جمعیت اسلامي ګوند سخت غبرګون ښودلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): نن سهار د ولسمشر سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي خبر ورکړ چې اشرف غني د بلخ ولایت څخه د عطا نور استعفا ومنله او پر ځای یې انجینر داوود وټاکی.

ځینو سرچینو داسي خبرونه هم ورکړي چې عطا نور استعفا نه ده ورکړې بلکې د ارګ لخوا ګوښه شوی ، د جمعیت اسلامي ګوند یې په اړه سخت غبرګون ښودلی دی.

د جمعیت اسلامي د رهبري شورا له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د استاد عطا نور په اړه د ولسمشریزې ماڼۍ پرېکړه عجولانه، غیر مسؤولانه، او د افغانستان د ثبات او امنیت تر څنګ د ملي وحدت د حکومت د موافقتنامې خلاف کار دی، ځکه یې دوی په کلکه غندي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د جمعیت ګوند مشر او د شورا ځیني نور غړي چې له هیواده بهر دي، کله چې هیواد ته را وګرځي، غونډه به وکړي، او په دې اړه به تصیمیم ونیسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ځوانمرد قصاب

اصلی تصمیم د دوی د خدای (امریکا) په لاس کې دی. دوی هېڅ هم نشي کولی. زه په کامل باور سره وایم چې امریکا ددغه لاسپوڅو د هر شي اختیار او واک په لاس کې لري، دوی خو هماغه خلک دي چې د صلیب د ټانکونو و مخې ته په نڅا سره کابل ته را ننوتل او د دوی هرڅه د صلیب د لښکر د احسان مرهون دي. په هوا کې بي ۵۲ او په ځمکه کې همدوی د اشغال دروازه د صلیب پر مخ پرانیسته. که امریکا وغواړي ددغه دروغجنو خپلواکو (!) هر څه په خپل شوق او طبعیت… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x