نظــر

غني او نور، پياوړې سيالي!

وحيدالله مصلح

تېر کال، چې د استاد رباني په پنځم تلين کې ما د جمعيت د مشرانو په منځ کې، د عطا محمد نور خبرې پرتله کولې، نو يوه کارېزما راته په کې ښکارېده او هملته مې پرې وليکل، چې نور په نوموړې غونډه کې، د ګوندي مشر په مقام خبرې وکړې. جمعيت اسلامي تر استاد رباني وروسته د ګوندي کارېزماټيکې مشرۍ له تشې سره مخ دی، عطا محمد نور به کېدای شي د ګوند په داخل کې، د مشرۍ په ليکه رقيبان لري او خپلمنځي بدبينۍ به دوی يو د بل په مقابل کې دروي، خو يو واقعيت دا دی، چې عطا محمد نور په ځانګړي ډول تاجيکو او د ګوند په ډېری غړيو کې خپله کارېزما لري، زما په خيال نور په ګوندي لحاظ په شتو کې د ګوند د مشرۍ ډېره وړتيا لري.

مزار او جلال اباد، يوه پرتله!

زه چې لومړی ځل مزار شريف ته لاړم، د ښار دې پراخو جادو او لويو څلورلارو کې مې ريښتيا هم له قدم وهلو خوند واخېست، ما د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د يو عصري ښار ښکلا ليده، نه پوهېږم چې ولې مې حتی له هراته هم خوښ شو؟ د افغانستان ابادي وه نو من من غټېدم… په همدې ټوله موده کې جلال اباد هم واليان درلودل، پي آرټيانې يې هم درلودې او ګمرک يې هم درلود خو جلال اباد د ابادۍ، ښاري پراختيا او ښکلا له مخې نه له مزار شريف او نه له هرات سره پرتله کېږي، ښار همغه د ظاهرشاه د وخت تالاشۍ او مخابراتو څلورلارې او يوه د ډنډ غاړه لري، چې اوس هم په کې کروت او پتاسې خرڅېږي، ريښتيا جلال اباد يو سپين جومات هم لري چې د غلو او درغليو مافيا څو کاله مخکې د بيا جوړېدو لپاره ړنګ کړ او تر اوسه همداسې ړنګ دی…

ښاري پرمختيا د ولس پر مدني او فرهنګي ابادۍ تاثير لري، يو څوک چې په يوه ښايسته او عصري ښار کې اوسېږي او له ښو ښاري امکاناتو او پرمختګونو ګټه اخلي نو عادات، برخورد او سليقه يې حتما له هغه ښاريانو تفاوت لري، چې دا اوس هم له خپل واړه ښاره د اونيزو کليوالي مېلو ته سودا لپاره ځي… د وروسته پاتې ښارونو اوسيدونکي نظر نورو ښارونو ته کينه ګر او عقده يي پاتېږي هغوی به تل خپل حکومت کنځي او چارواکي به يې تل له پامه بد وي، دا هر څه د حکومت او ولس تر منځ واټنونه پيدا کوي.

عطا محمد نور په دې حساب د مزار شريف په ابادۍ کې بې سياله دی، هغه د خپل واک په موده کې مزار شريف همداسې يو پرمختللی او نوی جوړ شوی ښار کړ چې راتلونکو لسيزو کې به نور د ښاري ژوند ژوندی نوم وي.

د استبداد مخنيوی!

د نور پر ګوښه کولو د کرزي له واکمنۍ نيولې تر اوسه د مرکزي دولت زور نه رسېده، کېدای شي د نور مينه وال به د عطا محمد نور پر لرې کېدا غمجن وي، خو که نور له خپلو ټولو ښاري خدمتونو سره په دې ډول په واک کې پاتې کېده نو دا د ولسواکۍ او مرکزي حکومتولۍ له روان سره سم کار نه وو، کله چې يو څوک پر واک يوه نيمه لسيزه پاتېږي او لا هم پرې ټينګار کوي دا پای پر استبداد اوړي، هغه چې وار له مخه په بلخ کې د نور سياسي مخالفين ترې سر ټکوي. کېدای شي خلک په غربت او کليوالتوب کې ژوند وکړي، خو په استبداد کې ژوند عذاب وي، ولسونه په کې د عزت او خودۍ ارزښتونه له لاسه ورکوي او په نهايت کې له استبداده ټوکېدلی بغاوت د ټول عمر محصول خاورې کوي.

ځواکمنېدونکی مرکزي حکومت!

د نور جبري استعفا به د غني لويه لاسته راوړنه وي، هغه به د مرکزي حکومت واګې غزوي او ټينګوي. غني د واکمنۍ له پيله د ادارو پر جوړولو او سېسټمونو په رغولو کار کړی، د افغانستان لويه اړتيا دا ده، چې نظام داسې ورغول شي، چې په ادارو کې فرد محورۍ او مافيايي او ګوندي نامشروع سلطو ته پای کېږدي، په ځانګړي ډول نظامي بنسټونه بايد د ايډيالوژيکي او قومي اړيکو له لومو راووځي او مسلکي او تخصصي حالت ته واوړي.

د نور په استعفا کې له ارګ سره د سپېدار همغږي د حکومت يو بل قوت دی، دا په دې معنا چې غني په لويو پرېکړو کې له ټولو اختلافونو سره سره د خپل شريک د قناعت وړتيا لري، که هر څو دغسې پرېکړې ډېر وخت ونيولو خو په خورا ځيرکۍ او سياسي پختګۍ ترسره شوه.

شمال، نوی راټوکېدونکی جنګي محور!

هغه ويره او هغه تحليل چې ګنې د عطا محمد نور استعفا به په شمال کې د جنګونو مرموز محور رامنځته کړي، او د نور پلويان تر ډېره ارګ او حنيف اتمر پرې مسئول بولي، دا وېره په خپل ځای ده، د افغانستان خاوره بايد د اور د لمبو خوراک نه شي، جنګ پر جنګ نه ګټل کېږي، جنګ اصلاً ګټونکی نه لري. که حکومت د جنګ په هره خدعه او بڼه غواړي چې د جنګ معادله په خپله خوا کږه کړي، نو دا به خورا شرموونکی او پردی جنګي سياست وي. د افغانستان د جنګ وروستی حل د خپلمنځي خبرو اترو ريښتینی حالت دی، هغه تعهد چې لا يې نه حکومت او نه يې مخالفين په سمه مانا لري.

د نور د استعفا پر تعقيب د شمال پس لړزه يو احتمالي حالت دی، چې کېدای شي د حکومت د پرېکړې مخالف زورواکان په توند غبرګون کې د ثبات د لړزولو هوډ وکړي، خو که په مخالفينو کې ځيرکتيا او حکومت کې د برخورد جرائت وي نو پرې به نښودل شي چې شمال په داخلي کشمکش کې دوامداره ښکېل شي.

د نور کمی!

هغه څه چې د نور او په مجموع کې د جمعيت د ګوند قومي اړيکې دي دا نو د دوی هغه کمی دی چې خپله دوی ته يې تاوان ډېر دی، له بده مرغه د بن د قومي ويش دغه په ميراث راغلی حکومت او ټول قومي نخبه ګان يې د قومي ګټو په تالان کې دومره مخکې لاړل چې له نورو قومونو سره يې په کې اړيکې غوڅې او نازکې کړې، کله چې خبره د افغانستان په سطحه کېږي نو بيا له قومي اډانې په کې راوتل او ملي محور کې سيالي او ځغاستل د سياست جبر دی، که دوی تر دې وروسته هم دې کمي ته ځير شي او حل يې راوباسي نو يو نظرياتي ګوند به يې له قومي ژورې لوی افق ته راويستلی وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
دتکتر تاج الدین ملت مل

محترم ورور سلامونه!
ستاسو خپرونه مې تر ډیره حده خوښه ده، لا بریاوي مو غواړو. خو یوه هیله کوم. که ممکن وی د اړیکو نیولو یو ټیب هم علاوه کړی ، چې در ته لیکنې در واستولې شو. مننه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x