اجتهاد د تابعینو په وخت کې

دکتور کفایت الله وردګ

یاد ګېرنه : ددې لړۍ په یو څو برخو کې له خپل لوستونکي سره د فقهې او حنفي مذهب په اړه یو څه معلومات شریکوم هغه چاته د ډالۍ وي چې پښتو مضامین لولي ، هغه چاته د په خاصه توګه ډالۍ وي چې د مذهب په اړه یې معلومات لږ وي او یا یې د مذهب په اړه شک وي .

په تېرو برخو کې مو د رسول الله صلی الله علیه وسلم له زمانې نه د تابعینو تر زمانې پورې د اجتهاد په مختلفو مرحلو باندې خبرې وکولې او په مینځ کې مو د شیعه ګانو مذهبونه هم یاد کړل او د مذهب په اړه مو یو څو عامو اعتراضونو او نیوکو ته ځوابونه هم وویل د هغې په تعقیب ….

اجتهاد د تابعینو په وخت کې

په تېرو کرښو کې مونږ پدې خبره وکوله چې ولې د کشرانو صحابه کرامو او تابعینو په وخت کې اجتهادي مسائلو ته زیات ضرورت شو د تابعینو په وخت کې اجتهادي مسائل تر مدینې منورې نه په عراق کې زیات وو وجه یې دا وه چې په مدینه منوره کې زیات هغه کسان وو چې د احادیثو سره یې ډېر زیات تعلق وو هغوی به د خپل ضرورت مسئله له حدیث څخه را وویسته عراق چې څرنګه له مدینې منورې څخه لرې وو هلته شیعه ګان ، خوارج ، یهود او نور باطل خلک وو هغوی کوښښ کاوه چې د مسلمانانو دین ورته خراب کړي لکه مخکې تېر شول چې هلته له ځانه جوړ کړل شوي حدیث ډېر زیات ویل کېدل نو کله به چې چا وویل قال رسول الله (صلی الله علیه وسلم) نو ترڅو به چې ددې حدیث په اړه کوم عالم تحقیق نه وو کړی هرچا نشوای کولی یقین یې کړی وای چې آیا دا اوس رښتونی د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) حدیث دی او که چا له ځانه جوړه کړې خبره ده او په رسول الله (صلی الله علیه وسلم) پورې یې تړلې ده نو ددې امله په فقهي مسائلو کې د یو عالم ضرورت وو چې هغه د حدیث په اړه تحقیق وکوي او عوامو خلکو ته د حدیث په اړه خبره وکوي دا مشکل له مدینې منورې نه په ټولو پرتو لرو سیمو کې را پیدا شوی وو خو په عراق کې تر ټولو ځایونو څخه فقهي مسائل ، اجتهادونه ، فقهی قواعد زیات شول او زمونږ حنفی مذهب هم خپله سرچینه له کوفې عراق نه اخیستې ده ددې لپاره څو بنیادي سببونه دي د مثال په ډول :

لمړی سبب: د حضرت عبد الله بن مسعود موجودیت

حضرت عبد الله بن مسعود (رضی الله عنه) چې په صحابه کرامو کې یې په فقه باندې شهرت درلود دا مبارک په عراق کې اوسېدو نو هلته ورڅخه ډېرو خلکو فقهی مسائل زده کړه او دده مبارک هره مسئله به یې د کاڼی د کرښې په توګه منله او ورته به یې د قاعدې په سترګه کتل .

دوهم سبب: په عراق کې د ډېرو ډلو موجودیت

عراق یو داسې ځای وو چې هلته ډېر زیات قسمه خلک اوسېدل مخکې خبره تېره شوه چې شیعه ګان لدې ځای نه را پیدا شوي دي ، خوراج له همدې ځای څخه دي پدې ځای کې خلکو له ځانه جوړ کړي احادیث د رښتونی حدیثو په نامه خپرول نو د عوامو لپاره اسانه نه وه چې یو حدیث یې را اخیستی وی او عمل یې پرې کړی وای ځکه له ځانه جوړ کړی حدیث او صحیح حدیث عامو خلکو نشوای سره بېلولی نو ځکه د علماوو دېته ضرورت شو چې باید دوی ته فقهی مسائل ښکاره کړي دوی ته هغه خبرې را وباسي چې دوی باید په ورځني ژوند کې ورباندې عمل وکوي او خپل ۲۴ ساعته په صحیح شریعت باندې تېر کړي .

دریم سبب: د ګمراه کولو کوښښ زیات وو

په عراق کې تر مدینې منورې نه ګمراه ډلو شیعه ګانو ، خوارجو ، یهودو ډېر کوښښ کاوه چې مسلمانان له خپلې لارې ګمراه کړي او په هغه کچه باندې کوښښ په مدینه منوره کې ځکه نه وو چې دا د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) مبارک ځای وو ګمراه کوونکی خلک پوهېدل چې دلته به زمونږ دکامیابي چانس لږ وي نو څرنګه چې ګمراه کوونکو ډلو ډېر کوښښ په عراق کې کولو نو علماوو هم دلته زیات کوښښ وکولو چې خلکو ته سمه لاره ورښکاره کړي نو دوی ته یې دلته فقهي قواعد جوړ کړل چې سل په سلو کې له قرآن کریم او احادیثو څخه را اخیستل شوي دي او د هغوی تشریح ده .

مخکې مونږ یوه خبره تېره کړه چې د صحابه وو په وخت کې هم د ځینې مسائلو جواب په رایه ، اجتهاد او استنباط سره ورکول کېدو لکن په هغه وخت کې صرف د هغه خبرو ځواب ورکول کېدو چې واقع شوې به وې فرضی مسئلو ته ځواب نه ویل کېدو (ددې وجې هم تېرې شوې دي) خو د تابعینو علماوو په وخت کې ددې لپاره چې وروسته چاته مشکل را مخې ته نشي د فرضي مسائلو د حل شروع هم وشوه یعني داسې به لېکل کېدل (که چېرته داسې یو کس وي او داسې وکوي نو حکم یې دادی) په اجتهادي مسائلو کې دا خبره یو نوی تحول وو چې د تابعینو په وخت کې را مینځ ته شو نو تردې دمه پورې د تابعینو او صحابه وو د دور اجتهاد صرف پدې سره بدل وو چې هلته فرضي مسائل نه ځواب کېدل او د تابعینو په وخت کې د هغې ځواب کول هم شروع شول نور په هماغه ډول روان وو .

ولي صرف همدا څلور مذهبونه؟

کېدای شی د یو چا په ذهن کې به پوښتنه ورځي چې کله حضرت امام ابو حنیفه رحمه الله پیدا کېدو په هغه وخت کې هم غوره علماء کرام موجود وو کوم کسان چې د حضرت ابو حنیفه رحمه الله استاذان وو او د حضرت ابی حنیفه رحمه الله معاصر علماء کرام هم وو د مثال په توګه ، امام حسن بصري ، حضرت سعید بن مسیب ، امام اوزاعي ، امام سفیان الثوري ، امام اسحق بن راهویه رحمهم الله او داسې نور د هغوی مذهبونه ولې په د نیا کې نشته ؟

ځواب یې دا دی چې دې مذهبونو داسې کسان روزلي دي چې هر وخت یې له دې مذهبونو څخه غوره دفاع کړې ده ، باطل یې نه دی پریښي چې پدې مذهب کې د خپلې خوښې څه شی داخل کړي او د ا د همدې څلورو مذهبونو خصوصیت پاتې شوی دی چې دوی ته زیات کار شوی دی او هر یو مذهب په خپلو پیروانو کې داسې هستی لري چې هغوی ورته خدمتونه کړي دي او ددې مذهب د پیروانو لپاره یې داسې کرښې ایستلې دي چې په هغو باندې ځي او نورو مذهبونو ته داسې خدمت نه دی شوی .

امام ابن رجب حنبلی (رحمه الله) پدې اړه فرمایي :

د الله تعالی د حکمت تقاضا دا وه چې ددې دین ساتنه یې وکوله او ددې احکام یې محفوظ کړل پداسې توګه چې په خلکو کې یې د خلکو لپاره داسې امامان پیدا کړل چې د هغوی په علمیت او پوهه کې د هیچا شک نه وو هغوی یې په خلکو کې را پیدا کړل خلکو به په مشکلاتو کې هغوی ته مخه کوله او هغوی به یې لارښونه کوله هغوی داسې کسان وو چې په احادیثو کې یې مهارت درلود او د ښې رایې او ښه ذهن خاوندان هم وو بیا الله تعالی داسې کسان پیدا کړل چې ددې مذهب هغه اصول قواعد یې ولیکل او ضبط کړل نو پدې توګه د هر مذهب قواعد وساتل شول او ضائع نه شول چې له هغه قوانینو څخه په اسانه سره حلال او حرام معلومیږي او پاتې شول ددېنه علاوه نور مذهبونه د هغوی مذهبونه مشهور نه شول نو اکثر د هغوی په مذهبونو کې داسې خبرې د وی ته منسوب شوې چې دوی نه وې کړې ، او یا د هغوی له لیکنو او خبرو داسې مطلبونه واخیستل شول چې د دوی مطلب به نه وو او د هغوی په مذهبونو کې داسې څوک پیدا نه شول چې ددې مذهب نه یې دفاع کړې وای لکه څرنګه چې ددې څلورو مذهبونو څخه دفاع وشوه . الرد علی من اتبع غیر المذاهب الاربعة لابن رجب الحنبلی (رحمه الله)

دا د امام ابن رجب (رحمه الله) خبره وه چې ددې وجه یې ښکاره کړې وه چې په امت کې همدا څلور مذهبونه پاتې دي اوټول امت که یې مني او که یې نه مني په مشکلو مسئلو کې رجع همدوی ته کوي ، فتوا د همدې مذهب له کتابونو څخه ورکوي ، عمل د همدې کتابونو په مسئلو باندې کوي ، ځینې ملګري په غلط فهمی کې آخته وي هغه دا چې مسئله د مذهب په یوه کتاب کې پیدا کړي د هغې لپاره دلیل حدیث او آیت هم د همدې مذهب له کتاب څخه زده کړي او بیا په خبرو کې هغه ایت او حدیث پداسې توګه وړاندې کوي لکه ددې مسئلې استنباط چې لدې نص څخه ده پخپله کړی وی دا د مذهب ، د کتاب د مصنف سره زیاتی دی بلکه مونږ باید داسې ووایو چې دا مسئله د فلاني مذهب په فلاني کتاب کې ده او دلیل یې ورته دا آیت او دا حدیث ذکر کړی دي او پدې توګه یې یې ورڅخه دا مسئله را ویستلې ده .

څلور مذهبونه

په تابیعنو کې دین ته د خدمت ، اجتهاد ، استنباط او قیاس سلسله روانه وه چې پدې توګه حضرت امام ابو حنیفه (رحمه الله) را پیدا شو وروسته به د هغه په سوانحو کې راشي ان شاء الله اول یې په علم کلام کې شروع وکوله ځکه دېته په هغه وخت کې د ملحدینو ، شیعه ګانو ، خوارجو او یهودو سره په بحث او مناظره کې اشد ضرورت وو بیا یې وروسته فقه له خپل استاد حماد بن ابی سلیمان (رحمه الله) نه زده کړه کله چې هغه مبارک وفات شو نو دی مبارک د درس ، تدریس او افتاء لپاره د هغه په ځای کېناستو او له دې ځای نه د حنفی مذهب او څلورو مذهبونو شروع وشوه او وروسته بیا وخت په وخت څلور مذهبونه جوړ شول او څلور مذهبونه هغه مقدسې او پاکې لیارې دي چې امت په هر نسل کې په سر سترګو منلي دي او د مسلمانانو په عامو ښارونو کې فتوی د همدې مذهبونو له قوانینو څخه ورکوله کیږی، په دینی مشکلاتو کې د همدې مذهبونو کتابونو ته مخه کیږي ، او د فقهي مهارت لپاره په مدرسو کې د همدې مذهبونو کتابونه تدریسی کیږي او همدا هغه لارې دي چې فقهی علماوو پکې ډېره زیاته خواري کړې ده له همدې ځایه یې زده کړې کړې دي او د همدې لارو لپاره یې زیار ویستلی دی او خدمتونه یې کړي دي او زمونږ د امت مشران علماء ددې لپاره چې و پېژندل شي همدې مذهبونو ته منسوب کیږي.

نور بیا ان شاء الله .


المراجع :
المدخل الی مذهب الامام ابی حنیفه النعمان للدکتور احمد سعید حوی
المذهب عند الحنفیة للدکتور محمد ابراهیم احمد علی
تاریخ المذاهب الاسلامیة الشیخ محمد ابو زهرة
اخبار ابی حنیفة و اصحابه للصمیری
سیر اعلام النبلاء للذهبی
تاریخ بغداد للخطیب البغدادی
الطبقات السنیة فی تراجم الحنفیة
اسد الغابة فی تمیز الصحابة لابن حجر

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د