افغانستان

د ټاکنو کميسون: کانديدان نن تر شپږو بجو د اعتراض وخت لري

نن ټکی اسيا: د ټاکنو خپلواک کميسون لخوا په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې د ولسمشريزو ټاکنو نوماندان نن يکشنبه تر شپږو بجو پورې وخت لري، چې خپل اعتراضونه او نيوکې د ټاکنو خپلواک کميسون ته وړاندې کړي.

پرون د شنبې په ورځ د ټاکنو کميسون د ولسمشريزو ټاکنو لومړۍ پايلې اعلان کړې، چې عبدالله عبدالله ۴۴،۹ سلنه او ډاکتر اشرف غني ۳۲،۵ سلنه او پاتې نورو نوماندان د ګټلو په درشل کې نه دي.
د ټاکنو خپلواک کميسون وايي، چې د لومړيو پايلو په نتيجه کې تر اوسه يو نوماند هم ګټونکی ندی، ځکه چې بريالی نوماند بايد ۵۰ +۱ سلنه رايې يوسي، چې يو هم ندي وړي.
ډاکتر عبدالله، ۱۳ سلنه له ډاکتر اشرف غني مخکې دی او هيله من دی، چې د نورو پاتې نوماندانو زلمي رسول او استاد سياف رايې ځانته ور واړوي او ټاکنې له دوهم پړاوه وژغوري.
ويل کيږي، چې عبدالله عبدالله او ډاکتر اشرف غني دواړو د پردې تر شا ځينې نوماندانو سره جوړجاړی پیل کړی، چې پنځوس جمعه يو سلنه رايې يوسي او ټاکنې له دوهم پړاو څخه وژغوري.
د کورنيو چارو وزارت او د ټاکنو خپلواک کميسون وايي، چې که ټاکنې دوهم پړاو ته لاړې شي، نو دوی ورته بشپړ تياری لري.
کارپوهان وايي، چې راتلونکو ورځو کې هوا په ګرميدو ده، چې ورسره د طالبانو فعاليتونه هم په پراخيدو دي او د امنيتي ستونزو له کبله د ټاکنو دوهم پړاو به ډېر لانجه من وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x