افغانستان

نور: د استعفا په اړه د ولسمشر غني پرېکړه نه منم

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ګډ حکومت ولسمشرۍ ماڼۍ نن سهار د بلخ خپلسری والي عطاء محمد نور له دندې ګوښه کړ، خو هغه وايي، چې د استعفا په اړه د ولسمشر پرېکړه نه مني او نه به خپله څوکۍ پرېږدي.

ښاغلي نور نن له خپلو ځينو پلويانو او د جمعيت اسلامي ګوند غړو سره له ليدو وروسته  رسنيو ته وويل، چې «ولسمشر ته وړاندې شوې استعفاليک زوړ دی او چې شرطونه مې ونه منل شي، استعفا هم نه کوم»

د ارګ سرپرست وياند شاه حسين مرتضوي بيا وايي، چې ښاغلي نور يو ځل استعفا ورکړې، ولسمشر ومنله او د حکومت دريځ هماغه دی، چې نن سهار يې اعلان کړ.

د ولسمشرۍ ماڼۍ وياندويانو نن سهار رسنيو ته ويلي و، چې ولسمشر  د عطاءمحمد نور استعفا منلې او د هغه پر ځای يې ډيپلوم انجينر محمد داوود د بلخ والي ټاکلی دی.

ښاغلی نور له تېرو ديارلسو کلونو راهيسې د بلخ خپلسری والي و او د ګډ حکومت مشر د تېرو ولسمشريزو ټاکنو پر مهال ګواښ کړی و، چې واک ته له رسېدو سره سم به نوموړی له دندې ګوښه کړي، خو د بلخ والي هم له تېرو درېو کلونو راهيسې د ګډ حکومت د چارواکو پر ضد توندې څرګندونې کوي او ګواښ يې کړی و، چې «د چا پلار به يې هم له دندې ګوښه نه کړي.»

خو حکومتي سرچينې وايي، چې له اوږده جنجال وروسته د ګډ حکومت دواړه مشران اشرف غني او عبدالله د ښاغلي نور په ګوښه کولو سلا شوي وو او له همدې امله يې نن د هغه د استعفا خبر خپور کړ.

 جمعيت اسلامي په خپل غبرګون کې د ولسمشر دغه پرېکړه غير مسؤولانه بللې او له منلو يې انکار کړی دی.

جمعيت اسلامي ګوند رسنيو ته په لېږل شوې اعلاميې کې ويلي، چې د دغه ګوند يو شمېر مهم غړي له هېواده بهر دي او د هغوی په راتلو به د ولسمشر د پرېکړې پر ضد ګډ دريځ ونيسي.

تر اوسه دا نه ده روښانه، چې د حکومت او د بلخ د ګوښه کړای شوي والي ترمنځ د ممکنه ټکر پېښېدو په اړه به څه پېښ شي او بهرني ځواکونه به کوم دريځ ونيسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجيب الرحمان

اوس خبره جوته ده. ولسمشر غني دې له نړېوالو اصولو سره سم عطانور د افغانستان لپاره سخت دريځى، ديکتاتور او سيمې ته خطر اعلان کړي له نړېوالو ځواکونو دې ملاتړ وغواړي او سپراتيست بېلتونپالى تروريست دې وګڼل شي. زه باور لرم د بلخ وګړي به هم دده په سرزورۍ او بې قانونۍ اعتراف وکړي او د دولت په ملاتړ به ډېر خلګ ودرېږي.

مجيب الرحمان

عطا چور نرخ لټوي اعلاج يې ولسي ورپسې اخيستنه او نړېوالو باندې راڅملونه ده، لومړى بايد د جرمني په ملاتړ د امريکا د منځنۍ خاورې او منځنۍ أسيا د بېلونې ستراتيژي له منځه بيول شي ځکه د عطانور سرزوري له هماغې اړخه ډاډه ملاتړ لري، دوهم ددې ستراتيژۍ له منځه وړل هله شونې ده چې د دولت اجرايه اړخ مشريزه کمزورې، بې واکه کړي، او عبداله پرېنږدي چې د نړېوالو سره د دولت لخوا کتنې، او استازیتوب وکړي. دوهم بايد ولسمشر د عراق دولت پشان بېلتونپالى ډلې تروريستي او د ښارونو د ورانيو لاملونه وګڼي. د عراق د کردانو او… نور لوستل »

عبدالکریم

جنگی سگان خیر فقیران است الله ج ج دہ وکی دا منافقان پہ خفلہ سرہ چاڑہ اوغوشہ سی الله ج ج دہ وکی سہ دا سگان سرہ سرہ چاڑہ اوغوشہ سی الله ج ج دہ وکی

الجاج استاذ بیانزی

مجیب الرحمان صاحب ، ستاسی هماغه یو فارسی متل چه ( جنګ سګان خیر فقیران است ) ډیر په ځآی او د غلامی اداری حالاتو سره مناسب ا وپه ځآی متل دی خو زه به دا هم ورسره یوځای کړم چه ( شغال برادر سګ است ) یعنی غنی او عطا نور یا دواړه د اشغالګرو ښکاری سپی او یا یو سپی او بل شغال دی یعنی دواړه غلامان او د دی مظلوم اولس غوشی خوری . که دا ومنو چه عطا نور په خپله یا غنی لیری کړو ، دا به د غلامی ستونزه حل و فصل کړی ،… نور لوستل »

عبدالکریم

ان شااللہ ان شااللہ ان شااللہ دازما پہ الله ج ج یقین سی ۱۶کالہ کی دہ طالیان نوسرہ قومیت دعوہ ندہ کڑی نبی وکی ان شااللہ ایاکہ طالیان دا دہ قومیت دعوہ شروع کی بیا نو دہ طالیان جھادجھادجھاد سہ فائدلری بیاخوشہ جھا د نسو قومیت سو خو بہرھال د ازماپہ الله ج ج یقین اوبروسہ دہ سی طالب بہ داکارونکڑی ان شااللہ ان شااللہ ان شااللہ ان شااللہ ولی طالب خویو1طالب ندہ پہ لکاووعلماء دہ دا بہ ٹول علماءتبقہ داسی کارلہ کوی

اجمل ساحل

وایې خړ هم دلېوه ورور دی ، خدای پاک دي دوی په خپل منځ کې سره اخته اومسلمانان دي ددوی له شرنه دتل لپاره وژغوري

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x