تودې چايي څیښل سترګو ته هم ګټه رسوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د روغتیا برخه کې یوې متخصصې مجلې تازه څېړنه خپره کړې چې له مخې يې تودې چايي د سترګو د صحت لپاره ګټورې بلل شوي دي.

دغه څېړنه د «Journal of Ophthalmology» په نامه مجلې خپره کړې او د «آنا کولمان» په نامه یوې څېړونکې ویلي، مونږ په دې څېړنه کې د ګډونوالو څخه ددې پوښتنه نه ده کړې چې کومې چايي یې خوړلې، هغه شنې، توري او که د نورو طبیعي بوټو چايي وې، خو دومره په کښي مهم وو چې دوی تودې چايې څیښلې.

څیړونکو ویلي چې په ورځ او شپه کې یوه پياله تودې چايي د سترګو د زرغونوالي (Glaucoma) مخه نیسي، او زیاتوي چې دغه څېړنه یې د کال ۲۰۰۵ څخه بیا تر ۲۰۱۲ پوري پر لس زره کسانو کړې، د هغوی منظم تشخیصونه یې کړي او همداسي د هغوی د ژوند نور تفصیل لکه کله بېدېدل، کله را ويښېدل او څه یې خوړل، هم پوښتل کېدل.
د څیړنې تر مخه د سترګو کتل او وروسته کتلو څخه دا معلومه شوه چې تاوده مشروبات څیښونکو د سترګو په برخه کې ښه صحت درلود نسبت هغو ته چې یخ مشروبات یې څیښل.

ډاکتران وايي چې تودې چايي د سترګو د صحت لپاره ګټورې دي ، ځکه چې په چایو کې په زیاته اندازه د انټي اکسیډ مواد شته چې سترګو ته ضرر رسوونکي کیماوي جزئیات له منځه وړي او د حجراتو د مرګ مخه نیسي.

سرچینه: روسیا الیوم

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د