د کون وسعت د الله د عظیم قدرت نشاني ده !!!

دا نسر کهکشان دی ، چې له موږ نه د 7000 نوري کلو پر فاصلې واقع دی

مفتي احسان الله …

د سیارو قوت جاذبیت یا کشش ثقل په پیغمبري ژبه کې په نوارني زنجیر یاد سوی ، اول تعبیر فلسفي او دوهم پیغمبري تعبیر دی ، له دې نه دا ثابتیږي ، چې اوسنی ساینس او قرآن د سیارو پر کشش ثقل سره متفق دي ، ساینس اېله اوس دقرآني خبري حقیقت ته ورسيد ، ټولي سیارې یو دبله سره په یو ډیر قوي او طاقت ور قوت جاذبیت سره تړلې دي ، ودغه ته په پیغمبري تعبیر کې نوراني زنجیر وایې .

دا مو ډیر وړاندي ویلي و ، چې اسمان تر سیارو او کهکشانو ډیر لوړ او بالا دی ، د سیارو او کهکشانو له زمکي نه فاصله که ملاحظه کړو ، یقینا به مو د الله پر قدرت او علم نور هم ایمان قوي سي ، الله رب العزت فرمايې : ﴿لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ إِنَّ اللَّهَ هُوَ الْغَنِيُّ الْحَمِيدُ ، وَلَوْ أَنَّمَا فِي الْأَرْضِ مِنْ شَجَرَةٍ أَقْلَامٌ وَالْبَحْرُ يَمُدُّهُ مِنْ بَعْدِهِ سَبْعَةُ أَبْحُرٍ مَا نَفِدَتْ كَلِمَاتُ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ ، مَا خَلْقُكُمْ وَلَا بَعْثُكُمْ إِلَّا كَنَفْسٍ وَاحِدَةٍ إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ بَصِيرٌ ﴾ [لقمان: 26 – 28]

خاص الله لره دي (هغه څه چې ) په اسمانو او زمکه کې دي ، په یقین سره الله غني او حمید (ذات) دی ، که په زمکه کې له (ټولو) ونو قلمونه جوړ سي ، او له (اوسني دریاب) بحر سره اووه نور بحرونه (د قلمو د رنګ لپاره) ورزیات سي ، د الله (د قدرت) خبرو (ليکل) به نه کړي تمام ، په یقین سره الله عزیز او حکمت والا ذات دی ، ستاسو پیدایښت او ستاسو بیا را ژوندي کېدل نه دي مګر لکه د یو نفس ، په یقین سره الله اورېدونکی او ليدونکی ذات دی .

د نوي ټکنالوژي په مټ جوړي فضايې بېړۍ یوازي تر سپږمۍ ، زهره ، مریخ ، مشتري ، زُحل او اورانوس سیارو پوري محدودي دي ، او د نبي علیه السلام د معراج سفر تر سیارو ، ستارو او اسمانو لا هم بالا تر دی ، آن تر لا مکانه و ، لهذا دا د نبي کریم صلی الله علیه وسلم یوه فايداره معجزه وه او اوس هم ده ، بلکي تل پاتي به وي .

د سیارو او فضايې راکټو او بيړیو دایره عمل یوازي د سیارګانو تر دونیا محدوده ده ، یعني په شمسي نظام کې دننه – دننه ده ، د شمسي نړۍ وسعت تر لس ارب میله زیات ندی ، له شمسي نظام نه ها خوا د ثاوبتو او ستارو نظام دی ، د دغو فاصلې به په راتلونکي نقشه کې ملاحظه کړو .

د ساینس پوهانو قوي دوربینونو تر اوسه د ثوابتو اخیري سرحدات هم ندي ليدلي ، اسمان خو تر ثوابتو لا هم ډیر لېري دی ، د هغه د مشاهدې تصور هم نسوای کيدلای .

د سیارو او کهکشانو فاصله چې د دوربینو یا تلسکوپو (په ټوله نړۍ کې د دوربین بصري دائره تر یو ارب او یا یو نیم ارب نوري کلو هاخوا نده اوښتې) په ‌ذریعه معلومه سوي ده په لاندي نقشه کې چې علامه محمد موسی الروحاني رحمه الله لیکي ده نقل کوو .

د ستارو او سدیمو یا کهکشانو فاصلې د نوري کلو په اندازې سره

نوم له موږ نه يې د نوري کلو فاصله د نور اندازه ، چې د لمر نور یو عدد فرض کړو
سُهیل 650 نوري کلونه 80,000 چنده
شعری الیماني 8   = 26   =
نسر واقع 23   = 50   =
سماک اَعزل 190   = 1500   =
قلب عقرب 170   = 4000   =
فم حوت 27   = 13   =
قلب أسد 70   = 70   =
ید جوزاء 300   = 1200   =
رِجل جبار 545   = 15,000   =
ذنب دجاجه 465   = 10,500   =
رِجل قنطارس = دا تر ټولو ډیره قریبه ستاره ده =
قطب ستاره 50,000   =
سدیم میجلان یو لک   =
سدیم مَرأة مسلسله لس لکه   =
بعید سدیم 20 کروړه   =

اسمان تر دغو ټولو لوړ دی .

دا سیارې او ستارې زموږ د کهکشان یوه برخه ده ، د دغه کهکشان قطر100,000  تر 180,000نوري کلونو پوري دی ، او سمک یا پلنوالی يې 1,000 نوري کلونه دی ، زموږ لمر او زمکه د دغه کهکشان په یو طرف کې د کهکشان له مرکزه 27 زره نوري کلونه ليري واقع دي ، زموږ له دغه کهکشان نه علاوه تر اوسه 215 میلیونه هغه کهکشانونه کشف سوي دي ، چې مشهور او معروف دي ، او خواوشا 215 میلیونه هغه کهکشانونه دي ، چې تر اوسه لا دا خبره یقین ته نده رسېدلې ، چې دا په روښتیا هم کهکشانونه دي ، او که هسې د معروفو کهکشانو قیاسات دي ، خو فلک پوهان وايې چې په هغه کون کې چې موږ يې په سترګو ليدلی سو (observable Universe) تقریبا د 200 ملیاره په شاوخوا کهکشانونه موجود دي ، البته دا ټول موږ په خپلو دوربینو نسوای ليدلی ، ځکه چې زموږ دوربینونه د دونه لوړ کیفیت ندي .