په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره: نیکي هیلي

امریکا په امنيت شورا کې د بیت المقدس په اړه بحث «ويټو» کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): امریکا د بیت المقدس په اړه د رايې اچونې په اړه د ويټو حق کارولی او د فلسطين ولسمشر پرېکړه کړې، چې دا مسئله به د ملګرو ملتونو په عمومي غونډې کې راپورته کړي.

تېره ورځ د امنيت شورا د څلورو دايمي غړو سربېره د څوارلسو هېوادونو استازو د رايو په اکثر د بیت المقدس په اړه د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ پرېکړې رد کړه، خو په امنيت شورا کې د امریکا استازې نيکي هيلي د ويټو حق وکاراو او دغه قراداد يې لغوه کړ.

عربي رسنۍ وايي، چې فلسطين تر دې وروسته پرېکړه کړې، چې دغه موضوع د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې راپورته کړي.

تر دې وړاندې د فلسطين د بهرنيو چارو وزير ریاض المالکي ويلي و، چې نيکي هيلي په امنيت شورا کې د ويټو حق په لرلو فخر کوي، خو امریکا بايد پوهه شي، چې په نړيواله کچه يوازې شوې او له اسرائيلي يرغلګرو پرته يې ټولې نړۍ دغه پرېکړه غندلې ده.

ټاکل شوې، چې د ملګرو ملتونو په نننۍ غونډې کې د فلسطينيانو د حقونو موضوع په بحث کې ياده شي.

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا پنځه دايمي غړي امریکا،برتانيا. فرانسه، روسيه او چين هر يو کولای شي، چې يو قرداد رد کړي او د ويټو حق وکاروي، خو د ملګرو ملتونو په عمومي غونډې کې د ويټو حق نه لري.

د امریکا ولسمشر د نړيوالو اصولو پر خلاف د روان ډيسمبر په شپږمه نيټه بیت المقدس د اسرائيلو پلازمېنه اعلان کړه او ژمنه يې وکړه، چې خپل سفارت به هم بیت المقدس ته ولېږدوي، خو د هغه دا پرېکړه په نړيواله کچه وغندل شوه او د فلسطيني ولس پر حق تېری وبلل شو.

د امریکا مرستيال ولسمشر مايک پنس سبا چهار شنبه د عربي هېوادونو په ګډون فلسطين ته هم سفر کوي، خو د فلسطين ولسمشر محمود عباس د امریکا پرېکړه د اسلامي نړۍ پر ضد بللې، مايک پنس سره يې له ليدو احتجاجا انکار کړی او د هغه پر ضد يې د لاريون غوښتنه کړې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د