ورزش

فوټبال: ميسي په یو وخت دوه جائزې ترلاسه کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ارجنټینا ملي لوبډلې نړیوال مشهور او غوره ستوری لیونل میسي د اروپا (لالیګا) لیګ دوه غوره (پیچیچي او الفریډو دې سټیفانو) جایزې په یو وخت ترلاسه کړې.

د هسپانوي خبري اژانس په وینا میسي هغو مراسمو ته چې په کاټالونیا ښار کې د جایزو ورکولو لپاره جوړ شوي و وویل: زه همیشه وایم، که چیرې شخصي جایزه ګټم نو زما لپاره د خوښۍ ځای دی خو زه غواړم د نړۍ تر ټولو غوره نوم او لقب خپل کړم.

ویل کیږي چې میسي د لالیګا لیګ سیالیو جایزه د څلورم ځل لپاره، او د لیګونو په سیالیو کې د غوره لوبغاړي جایزه ۵ واره خپله کړې.

نوموړي د وینا پر مهال زیاته کړه: لکه څنګه چې ما د سرو زرو جایزه خپلې لوبډلې ته ډالۍ کړې وه، همدارنګه دا جایزه هم خپلې لوبډلې ته ډالۍ کوم.

میسي راتلونکی ۲۰۱۸ کال روسیه کې کیدونکې نړیوال جام ته په اشاره زیاته کړه چې نه پوهیږي خو شاید دده لپاره آخري جام وي نو ځکه د خپل نوم ساتلو لپاره غواړي هیواد ته جام وګټي.

میسي یو شمیر جامونه د خپل کلب بارسلونا لپاره بې شمېره جایزې پخپل نوم کړي خو تر دې دمه یې خپلې ملي لوبډلې ته کوم جام نه دی ګټلی.

د يادونې وړ ده چې میسي تېر ۲۰۱۶ کال د جون په میاشت کې د کوپا امریکا سیالۍ پایلوبه کې د چیلي په وړاندې ماتې وخوړه، چې له امله یې د تقاعد پریکړه وکړه، خو وروسته یې دغه پریکړه واخیسته او خپلې لوبډلې ته راستون شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x