افغانستان

د المان دفاع وزیره بلخ ته راورسېده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): تېره ورځ ناوخته د المان د دفاع وزیره وروزلافن بلخ ته په ناڅاپي سره راغله.

دراپورونو له مخې دغه الماني چارواکې به په بلخ کې له خپلو عسکرو سره وګوري او پر دې سربېره به د ګډ حکومت له چارواکو سره هم وويني.

د المان دفاع وزیره په داسې حال کې بلخ ته ناڅاپي سفر کوي، چې د عطامحمد نور او ارګ تر منځ ناندرۍ تازه رسنیزې شوې دي.

که څه هم هغې ظاهراً د خپل سفر هدف له خپلو ځواکونو سره لیده – کاته بللي دي، خو د شنونکو په باور سفر به يې د ارګ او بلخ پر ناندرۍ هم بې اغېزې نه وي.

المان په افغانستان کې شاوخوا زر تنه عسکر لري، چې شمالي ولایتونو کې مېشت دي او د الماني چارواکو په خبره د ډېرولو هوډ يې نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x