افغانستان

طالبانو د دوستم استازي نظام الدين قيصاري ته کمين نيولی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): طالبانود فارياب ولايت په قيصار ولسوالۍ کې د دوستم استازي نظام الدين قيصاري ته کمين ورکړی دی.

امنيتي سرچينې وايي چې پرون له غرمې وروسته د سيمه ييزو پوليسو په چارو کې د جمهوري رياست د لومړي مرستيال جنرال عبد الرشيد دوستم استازی نظام الدين قيصاري له قيصار ولسوالۍ څخه د بېرته ستنيدو پر مهال د وسله والو طالبانو له کمين سره مخ شو.

نظام الدين قيصاري پېښه تاييدوي وايي، تېره ورځ له دوو بجو وروسته د خواجه عثمان پمپ سره نږدې د طالبانو په کمين کيووت چې نږدې يو ساعت جګړه وشوه.

نوموړي پژواک ته ويلي، په جګړه کې د دوی يو تن او څلور طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو په عين حال کې د دغه ولايت د بلچراغ ولسوالۍ څخه د نښتو راپورونه ورکول شوي دي.

چارواکي وايي، طالبانو د يادې ولسوالۍ د چرمګري په سيمه په دولتي پوستو بریدونه وکړل چې دواړو غاړو ته پکې مرګ ژوبله رسېدلې ده.

د سيمه ييزو پوليسو قوماندان غفور پهلوان وايي، د طالبانو په بريد کې د دوو سرګروپانو په ګډون پنځه پوليس وژل شوي، په خبره يې د ورور په ګډون يې درې تنه نور زخميان دي او دوه طالبانو له ځان سره ژوندي نيولي دي.

طالبانو د بريد مسئوليت په غاړه اخيستی او نن ټکی اسيا ته يې په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، په جګړه کې شپږ تنه اربکيان وژل شوي، درې ټپيان دي او دوه نور طالبانو ژوندي نيولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x