
امریکا: د اورګاډي اوښتو له امله ۱۰۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د امریکا په پلازمینه واشنګټن کې یوه مسافر وړونکې اورګاډي له خپلې پټلۍ اوښتې چې له امله یې تر اوسه د ۳ کسانو وژنه تایید شوې او ۱۰۰ کسان نور ټپیان بلل شوي دي.
پېښه د امریکا په وخت د دوشنبې په ورځ سهار شپږ بجې را منځته شوې.
ویل کیږي چې په ټپیانو کې هم ځیني کسان داسي شته چې د مړینې امکان یې زیات دی، ځکه نو کیدای شي شمېره یې تر دې هم زیاته شي.
ځکه چې پېښه د سړک پر غاړه را منځته شوې، ویل کیږي چې یو شمېر موټر هم ورسره جنګېدلي.