افغانستان

مسیر: پښتون مېشتو سیمو کې ۹۰سلنه ټاکنیز مرکزونه کم شوي دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): وروسته له هغه چې د ټاکنو کمیسیون په ځينو سیمو کې د ټاکنیزو مرکزونو د کمولو او ډېرولو هوډ عملي کړ، مسیر ورځپاڼه کاږي چې په دې برخه کې قومي او ژبني اړیکي پالل شوې دي.

د ورځپاڼې په قول د ټاکنو کمیسیون د ټاکنیزو مرکزونو د ډېرېدو او کمېدو لپاره کوم معیار نه لري، په وینا يې کمیشنران د سروردانش د خوشاله ساتلو هڅه کوي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې د ټاکنو کمیسیون «په پکتیکا کې ۲۹، په پکتیا کې ۱۵، په ننګرهار کې ۴۱، په کندهار کې ۱۹، په لغمان کې ۱۳، په هرات کې ۱۸ او په ګڼو نورو ولایتونو کې هم څو څو ټاکنیز مرکزونه کم کړي دي.»

په ورته وخت کې په ځینو ولایتونو کې چې نفوس او جغرافيوي ساحه يې له پورته ولایتونو څخه ډېر نه دي، خو ګڼ مرکزونه پکې ډېر شوي دي.

مسیر کاږي: «په بامیانو کې ۳۲، په دایکنډي کې ۷۲، په غور کې ۴۹، په تخار کې ۲۶، په فاریاب کې ۲۲ او په ځینو نورو لایتونو کې یې هم همدا ډول مرکزونه زیات کړي دي.»

د ورځپاڼې په باور ګڼو پښتون مېشتو ولایتونو ته لسګونه زره کډوال هم راغلي دي، خو بیا يې هم ټاکنیزو مرکزونه کم شوي دي.

که څه هم د ټاکنو کمیسیون ښايي امنیتي حالت پلمه کړي، خو د ورځپاڼې په باور د دې مرکزونو په ډېرولو او کمولو کې «بېخي روښانه ښکاري چې پر وروستۍ پرېکړه قومي او سمتي رنګ غالب دی.»

تر اوسه د ټاکنو کمیسیون د مسیر د څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي، خو د ورځپاڼې په قول دا ډول چلند به ستونزې نورې هم زیاتې کړي.

سرچینه د ټاکنو کمیسیون پر قومي او سمتي ناروغيو ککړ بولي «د ټاکنو کمېسیون که سر له اوسه په داسې ناروغیو اخته وي، د ټاکنو راتلونکې ډېره تیاره ښکاري. کمېشنران باید نور قومي تمایلات او یا د سرور دانش خوښه او خوشالي پرېږدي، بلکې د واقعيتونو، قوانینو او اړتیاوو پر اساس دې خپلواکې پرېکړې وکړي.»

د شنونکو په باور د تېرو ولسمشریزو ټاکنو ګډوډيو او د رایو بې ارزښته کولو له امله راتلونکو ټاکنو کې ښايي خلک په لېوالتیا برخه وانه خلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x