افغانستان

د بلخ او ارګ چنې تر کومه ورسېدې؟

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): په بلخ کې عطامحمد نور له ۲۰۰۴ میلادي کال راهیسې د دې ولایت د والي په توګه کار کوي چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی يې په ګوښه کولو کې پاتې راغی، خو د ولسمشر غني او عبدالله ګډ حکومت بیا په پیل کې د نوموړي په اړه ژمنه وکړه، چې له دندې به يې لرې کړي.

تېره ورځ د ارګ ویاند شاه حسین مرتضوي پخپله فیسبوک پاڼه له جزيياتو پرته لنډ د عطامحمد نور د استعفا د منل کېدو خبر ورکړ او ويې ویل چې پر ځای يې انجینر محمد داود د بلخ والي ټاکل شوی دی.

که څه هم تر تېر ماښام پورې پخپله د عطامحمد نور، چې په پلویانو کې پر «استادعطا» مشهور دی، د دریځ درک نه و، خو جمعیت اسلامي يې په اړه سمدستي غبرګون وښود.

له برهان الدین رباني وروسته د هغه زوی، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني د جمعیت اسلامي مشري کوي او عطامحمد نور يې اجراییه مسوول دی.

دې ګوند پخپله اعلامیه کې له نږدې درې کاله ناندریو وروسته د ولسمشر غني زړه نازړه اقدام «بېړنی» بللی او له همیشني عادت سره سم يې د حالاتو د ګډوډېدو ګواښ کړی دی.

تر دې وړاندې د جمعیت اسلامي مرستیال احمد ضیا مسعود ویلي و، که عطامحمد نور له دندې لرې شي نو هېواد به له «سختې سیاسي ګډوډۍ» سره مخ شي.

امر الله صالح بیا خپلو همفکرو ته ډاډ ورکړی، چې د عطامحمد نور «د غره غوندې شخصیت» د هغه د دندې پر نیستۍ نه ټيټېږي.

نوموړي افسوس کړی و، چې واحد دریځ او «یو مشر» نه لري؛ په وینا يې ځکه ورسره دا ډول چلند کېږي.

که څه هم تیاره ماښام عطامحمد نور خپل غبرګون وښود او په زغرده يې وویل، د بلخ والي يم؛ هیڅوک مې له دندې نشي لرې کولی، خو د شنونکو په نظر د ارګ له لوري د هغه د لرې کېدو د غږ تر شا د امریکا زورور امر ولاړ و.

د ولسي جرګې غړی رمضان بشردوست وايي، د عطا په اړه د ارګ له وړې خولې دا لویه خبره د امریکا په اشاره شوې ده.

هغه وايي اوس هم د هېواد سیاسي، نظامي او اقتصادي واک له امریکایانو سره دی او په وینا يې د هغوی چې څه زړه وغواړي کولی يې شي.

هغه له تسنیم اژانس سره خبرو کې وویل: «دلته وروستی تصمیم امریکا نیسي، د عطا لرې کول نه د غني کار دی، نه د عبدالله او نه هم د جمعیت د غړو.»

هغه ولسمشر غني د امریکا هر امر ته په «لبیک» ویلو ولاړ بولي او په وینا يې هغه هم خپلو ګټو ته ګوري، «که پوی شی چې مېرمنه يې ورته ګټه نه کوي، دغه اوس يې له ارګه شړي.»

د سیاسي چارو کارپوه او د کابل پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند بیا د بلخ او ارګ تر منځ ناندرۍ د معاملې پر سر بولي.

نوموړي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، ملي یووالي حکومت د شریکېدو په وخت کې ژمنې کړې چې جمعیت ګوند به نیم شریک او د اپوزیسون شکل به هم دوی جوړوي، نو عطامحمد نور به له ولایت وروسته د اپوزیسون دنده پر مخ وړي او خپل کسان به ګماري.

ځلاند وايي په بلخ کې به له عطا وروسته هم واک له جمعیت سره وي او هر بل ټاکل کېدونکی والي به «سمبوليک» وي.

عطامحمد نور هم پخپلو څرګندونو کې په زغرده ويلي، چې ارګ په بلخ کې د بل والي د ټاکل کېدو صلاحیت نه لري، بلکې جمعیت به يې به اړه پرېکړه کوي.

عطامحمد نور منلې چې څه موده وړاندې يې د یوې معاملې پر اساس ارګ ته استعفا وړاندې کړه، ارګ يې پرون د هماغې استعفا خبر پورته کړ، خو په وينا يې ده ته د ارګ حکم د منلو نه دی، ځکه په معامله کې ورسره شوې ژمنې لا پوره شوې نه دي.

هغه نه دي ويلي چې د خپلې دندې د پرېښودو لپاره د دوی ګوند ارګ ته کوم وړاندیزونه او شرطونه مخې ته کړي دي.

د بلخ او ارګ د تازه ناندریو لا څلورویشت ساعته نه و پوره شوې، چې د المان دفاع وزیره په ناڅاپي سفر بلخ ته راورسېده.

ورزولافن ظاهراً وښوده چې له خپلو ځواکونو سره ليدنې ته راغلې ده، خو د شنونکو په باور هغه د ارګ او بلخ ناندريو بلخ ته راکش کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالولی (فهیم)۰

که دا خبره ریښتیا وی نو الله دی خیر ورکړی ولسمشر ته چی دا فرعون لری کړی دی او زه ولسمشرته دا ډاډ ورکوم چی د دوی د غوریدونه ونه ویریږی ځکه دا لکه سپیانو غوریړی نور څه غیرت پکی نشته دی.

محمد نعیم سادات

چی. ذلاند ولی دومره پر استاد اعطا خفه دی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x