نظــر

د ثور د اوومې او اتمې تاریخي پس منظر

 لویې پیښې او حادثات ناڅاپي یا تصادفي نه رامنځته کیږي ، بلکې له وړاندې منطقي علل او مقدمات لري ، دثور ۷ او ۸ زموږ دهیواد په تاریخ کې دوه مهمې پیښې دي ، نن سبا په دې پیښوګرم بحثونه روان دي ، څرنګوالی او عواقب یي څیړل کیږي مګر ډیر لږ خلک ددې پیښو تاریخي عواملو او مقدماتو ته سر ورښکاره کوي ، چې بالاخره دا پیښې څرنګه ، چا او ولې رامنځته کړه ، علتونه یي کوم او عوامل یي چیرته وو .

په دې بحث کې دافغانستان دیوه وګړي په حیث غواړم د ثور داوومې او اتمې په تاریخي پس منظر مختصره رڼا واچوم ترڅوددې پیښو په اړه نسبتا مناسب قضاوت ، استنتاج او پنداخیستلو ته لاره هواره شي .
د ۱۹۱۷ م کال په اکتوبر کې روسي بلشویکانو د لینن په مشرۍ انقلاب وکړ او دشوروي اتحاد په نامه یي دکمونیزم په مفکوره بناء یو ستر کمونیستي حکومت رامنځته کړ ، کمونیستي شوروي اتحاد چې د روسیۍ د پخوانۍ تزاري امپراطورۍ ټول مستعمرات په میراث ورپاته وو په اسیا او اروپا کې یي د یو خونړي زبرځواک په توګه تبارز وکړ ، کمونیستانو نه یوازې دکمونیستي مفکورې د ترویج نړیوال کمپاین پیل کړ بلکې له فکري اشغال سره یوځای یي دعملي سیاسي اشغال عملیه هم تعقیبوله ، افغانستان دشوروي اتحاد په جنوبي ګاونډ کې پروت یو اسلامي هیواد وو دافغانستان په جنوب کې دشورویانو دوه ستر اهداف پراته وو ، دهند براعظمګی چې دکمونیزم لپاره دچین غوندې یو مناسب بستر بلل کیده ، دغه راز دهندي بحر تودې اوبه چې له لارې یې شورویانو کولای شوای په بریالیتوب سره دمنځني ختیځ دلاندې کولو او اروپایي استعمارګرو سره دمقابلې لپاره استفاده وکړي ، خو په جنوب کې دشورویانو ددې سترو اهدافو په مخکې افغانستان پروت وو ، د عملي کمونیزم بنیان ګذار ولادیمیرلنین په ۱۹۱۹ میلادي کال کې ویلي وو:

افغانستان دمنځنۍ اسیا کیلي ده چې له پامه نه شي غورځول کیدای او دا هیواد به دهند پخوا زموږ دپرمختګ لپاره دسویز کانال غوندې مهم رول لوبوي .
له همدې ځایه ویلی شو چې په افغانستان د کمونیزم یرغل د ۱۳۵۷ دثور له اوومې نه دی پیل شوی بلکې له دې نیټې تقریبا شپږ لسیزې وړاندې له هغه مهاله پیل شوی چې په روسیه کې کمونیستانوواک ټینګ کړ او نیت یي درلود دهند او ارام سمندر په خوا دسوق الجیش په مهال له دې خاورې استفاده وکړي .
له هماغه مهاله دشوروي اتحاد کمونیستي مشران پرلپسې په دې هڅه کې وو چې دمنځنۍ اسیا او ختیځي اروپا د هیوادونو غوندې افغانستان هم دکمونیزم په رنګ ورنګوي ، دهمدې لپاره یې له افغانستان سره دګاونډیتوب له سیاسي ، تجاري ،اوفرهنګي اړیکو څخه استفاده پیل کړه ، د افغانستان مجبوریتونو او دافغان چارواکو غفلت دکمونیستي نهال د غرس او بیخ نیولو لپاره زمینه برابروله ، بل اړخ ته دافغانستان په شاهي خاندان کې داخلي تنافس دې ته زمینه برابره کړه ، چې افغان کمونیستان دیوه مخکښ سیاسي ګوند په حیث تبارز وکړي .
دافغانستان پاچا ظاهرشاه له لومړۍ ورځې هسې په نوم پاچا وو چې دصلاحیتونه له اړخه ځواکمن خلک یي ترونه هاشم خان او شاه محمود وو ، په ۱۹۵۳ م کال کې دشاه محمود له استعفاء وروسته د ظاهرشاه دتره زوی او ترده کشر داودخان صدراعظم شو ، ظاهرشاه که له دې وړاندې دخپلو ترونو دصدراعظمۍ بې حده صلاحیتونه زغملای شوای نو ښایي علت به یي دهغوی مشرتوب وو ، مګر اوس چې ترده کشر داودخان د ده د ترونو په صلاحیت کار پیل کړ دظاهرشاه لپاره دزغم وړ نه وو ، ظاهرشاه نور دانه شوای زغملای چې اوس دې هم دی یوازې په نوم پاچا وي او واک دې صدراعظم وچلوي په همدې خاطر یي اراده وکړه چې داودخان له پښو وغورځوي .
ظاهرشاه په ډیر مهارت تردې عنوان لاندې چې اوس دمطلقه شاهۍ دوران تیر شوی دی ، هرځای انقلابونه روان دي ، ددې لپاره چې دانقلاب مخه مو نیولي او تریوه حده مو مشروطیت تمثیل کړی وي ، باید چې دولسي رایو په اساس ټاکلی پارلمان جوړ کړو ، پارلمان به صدراعظم انتخاب کړي او ټول اجرایوي واکونه به ولري ، په دې عنوان یي داود تطمیع کړ چې دانتخاب له لارې صدراعظمي او اجرایوي حاکمیت ترلاسه کړي ، خو له بلې خوایي په همدې تړاو په جوړ شوي اساسي قانون کې ولیکل چې دشاهي کورنۍ کوم څوک وکیل ، وزیر یا صدراعظم نه شي کیدلای ، په دې توګه ظاهرشاه داود خان له مخې لرې کړ او دنوي اساسي قانون په رڼا کې یې احزابو او پارلماني انتخاباتو ته مخه ورکړه .
په همدې مهال کمونیستي افکار په زیرزمیني ډول خورا پراخ شوي وو ، نوځکه خوکله چې احزابو ته اجازه ورکړل شوه ترټولو لومړی ګوند چې تبارز یي وکړ دکمونیستانو دخلق دیموکراتیک ګوند وو چې له وړاندې یې هسته جوړه شوې وه .
په همدې مهال په نړیواله سطحه کمونیزم ، غربي لیبرالیزم او اسلام د دری ګونو نظریو په توګه سره د مقابلې په حال کې وو ، څرنګه چې هر عمل عکس العمل لري دنړیوال ستر تقابل په تناظر کې په افغانستان کې هم دکمونیستي افکارو په خلاف اسلامي افکاروته متعهد ګوندونه رامنځته شول ، مګر څرنګه چې شاهي خاندان داسلامي فکر په نسبت نویو مبتذلو افکارو ته ډیر میلان درلود همدا لامل وو ، چې له اسلامي مبارزینو څخه په ویره کې وو او پرلپسې یې کوښښ کاوو چې اسلامي سیاسي فعالین سرکوب کړي .
له بله اړخه داود خان چې ظاهرشاه له صدراعظمۍ غورځولی وو دایي مناسب فرصت باله چې ظاهرشاه له شاهۍ وغورځوي ، نوموړي ددې هدف لپاره هڅه پیل کړه ترڅو له کمونیستانو استفاده وکړي ، نوموړي دکمونیستانو د قوت او چاغوالي لپاره ستر کار وکړ ، تردې چې په ۱۳۵۲ هـ ش کال کې یې په حکومتي دستګاه او پوځ کې دموجودو کمونیستانو په مټ په ظاهرشاه کودتا وکړه او ظاهرشاه یي خلع قدرت کړ .
دا هغه وخت وو چې افغان کمونیستان دبل هر وخت په نسبت په مستۍ کې وو او ځان یې هدف ته نږدې باله ، خو داود خان چې دکمونیستانو له قدرت سره جوړ نه وو یوازې یې د وسیلې په حیث ترې استفاده کوله په وروستیو کې کوښښ پیل کړ چې کمونیستان له مخې لري کړي ، خو دا هغه مهال وو چې دشورویانو دملاتړ او داود خان دزمینه سازۍ له امله اوبه ترورخ تیرې شوې وې نوځکه ددې په ځای چې داود خان خپله پروژه په سمه توګه پای ته ورسوي کمونیستانو ګول وواهه او داود خان چې کمونیستان یې وسیله بلل خپله دوسیلې په حیث له استعمال وروسته د ثور په اوومه دکمونیستانو لخوا په ارګ کې له ټولې کورنۍ سره یوځای ووژل شو .
دثور په اوومه دکمونیستانو عملي حاکمیت او د سوسیالیستي پروګرامونو پیل له وړاندې پیل شوی عکس العمل/ اسلامي مبارزه دضرورت او شدت وروستي حد ته ورسوله ،د افغان مسلمان اولس دیني مشرانو او جهادي مبارزینو درک کړه چې که دکمونیزم په خلاف په ټول وس مبارزه ونه کړي ، نو شاید افغانستان هم د ماورأالنهر ، قفقاز او ترکستان په سرنوشت ګرفتار شي ، له همدې امله یي دکمونیستانو په خلاف مسلح جهاد پیل کړ ، دکمونیزم په خلاف جهاد چې وروستي دشوروي لښکرو په راتګ سره لا پسې توند شو څوارلس کاله یي دوام وکړ تردچې شورویان مات شول او په تعقیب یي د ۱۳۷۰ هـ لمریز کال په وروستیو کې وروستی کمونیست رژیم هم دحتمي سقوط منلو ته اړ ایستل شو .
دغه مهال دکمونیست رژیم مشري د ډاکټر نجیب په غاړه وه ډاکټر نجیب چې ډیر عمر یي داستخباراتو په سازمان کې کار کړی وو یو باور نه کوونکی او شکاکي انسان وو ، د ګوند او نظام په دننه کې یې همیشه هڅه کوله چې ټول واک له ځان سره وساتي او خپل مخالفین له منځه یوسي ، په دې لړ کې نوموړی حتی دخپلو نږدې ملګروپه وفادارۍ هم شکمن وو ، چې دې حالت نوموړي ته د شاهنواز تڼي دکودتا اووروسته دشمال بې اطاعتۍ غوندې لویي ستونزې ورپیدا کړې .
نجیب چې د خوست غوندې زیاتره ستراټیژیک ولایات یې مجاهدینو ته بایللي وو دغه مهال له دې ویرېده چې هسې نه د نظام له منځه ضربه وخوري ، نوموړي ته دکمونیست رژیم په داخل کې خلقي – پرچمي دغه راز ژبني او سمتي تعصبات له وخته معلوم وو ، نوځکه یې هڅه کوله هر هغه تن له واکه وغورځوي چې خطر یي ترې محسوساوو .
د نجیب همدې پالیسیو دده ګڼ شمیر فکري مخالفین په غوسه کړي او بغاوت ته اماده کړي وو او حالت دې ته رسیدلی وو چې په نږدې راتلونکې کې شاید کمونیستي حکومت دمجاهدینو له تعرض پرته دداخلي انفجار له امله سقوط وکړي .
خو بله غاړه دکمونیزم ضد مجاهدینو په ډیر پاشلي حالت کې قرار درلود ، دوه لسیزې وړاندې چې جهادي مشرانو لکه برهان الدین رباني ، شیخ جمیل الرحمن ، مولوي حبیب الرحمن ، سخي دادفایز ، ګلبدین حکمتیار ، مولوي جلال الدین حقاني ، مولوي نصرالله منصور ، قاضي امین وقاد ، احمدشاه مسعود او نورو چې له کمونیستانو څخه هجرت وکړ نو د پیښور په ګبهار کې په یوه حویلۍ کې اوسیدل ، په یوه دسترخوان یي خوراک کاوو او په یوه تکبیر یي لمونځ کاوو .
مګر اوس چې دوی خپل هدف ته درسیدلو په حال کې وو ترمنځ یي پخوانۍ ملګرتیا او نږدیکت په کامله معنی له منځه تللې وه ، مجاهدینو د خپل جهاد په وروستۍ مرحله کې هغسې اتحاد او هماهنګي نه درلوده په کوم یووالي چې دوی دغه مبارزه پیل کړې وه ، نوځکه که څه هم کمونیستی رژیم په خپله نړیده خو مجاهدین ونه توانیدل چې دغه وضعیت په سمه توګه کنترول کړي .
د ۱۳۷۰ هـ ش کال په جدي کې ډاکټر نجیب چې د اردو مشهور جنرال بابه جان دبلخ والي جنرال جمعه ، جنرال خان اغا او نور یي له دندو ګوښه کړي وو ، دجدي په ۲۵ یي فرمان صادر کړ چې له مخې یي دحیرتان د فرقې قومندان جنرال مؤمن او هلال الدین او عبدالوهاب په نامه دشمال دوه نور قومندانان هم له دندو ګوښه کړل .
کله چې دغه فرمان جنرال مؤمن ته ورسید نوموړي بغاوت پیل کړ ، دغه راز یي دشمال په نورو قومندانانو لکه دوستم ، غفار پهلوان ، رسول پهلوان اودکیان د ۸۰ فرقې په قومندان حسام الدین باندې هم غږ وکړ چې باید په دې بغاوت کې ورسره شریک شي ، او دخپل سرنوشت په اړه خپله تصمیم ونیسي .
دغه کمونیستي جنرالان یوه یي هم اسلامي احساس نه درلود او نه یي له نجیب سره ورانه د جهادي احساس له مخې وه ، دوی خپلې ګوندې عقدې او جنجالونه سره درلودل ، خو ددې لپاره چې دنجیب په وړاندې مقاومت وکړای شي دمجاهدینو ملاتړ ته اړ وو و نوځکه یې په پټه دمجاهدینو یوه قومندان احمدشاه مسعود ته استازی ولیږه او ورسره دایتلاف غوښتونکي شول .
د جنرال مؤمن په ډله وروسته دوستم او نور هم ورګډ شول او له مجاهدینو سره یي مخامخ لیدنې کتنې پيل کړې ، د همدې کال دحوت په وروستیو کې همدې کمونیستي قومندانانو یو مشترک پلان جوړ کړ تر څو دشمالي ولایاتو واک په بشپړه توګه په لاس کې واخلي دجنرال مؤمن په وینا ددې پلان له مخې دبدخشان ، تخار او قندوز دنیولو کار جمعیت اسلامي ته وسپارل شو ، سمنګان ، جوزجان او سرپل دوستم په غاړه واخیستل ، دفاریاب دنیولو مسؤلیت غفار پهلوان ته وسپارل شو او دمزار په اړه پریکړه وشوه چې دوستم به دغرب لخوا ، د علم خان او استاد عطاء په مشرۍ مجاهدین به دجنوب لخوا او دجنرال مؤمن قواوې به دشمال لخوا په مزار شریف حمله کوي ترڅو دا ښار ونیسي په دې توګه دافغانستان شمالي ولایت ددې په ځای چې مجاهدینو فتحه کړي وای ، د دوستم ، جنرال مؤمن ، غفار پهلوان ، رسول پهلوان جعفرنادري ، جنرال حسام الدین او نورو هغو کمونیستي جنرالانو لاس ته ولویدل چې له وړاندې هم ورباندې دهمدوی سلطه وه .
احمدشاه مسعود ، استاد عطاء ، انجینرنسیم مهدي او د مجاهدینو ځینو نورو قومندانانوپه داسې حال کې له دغو کمونیستي جنرالانو سره ګډ کار پیل کړی وو چې دنورو جهادي مشرانو توافق او هماهنګي ورسره نه وه ، دمجاهدینو له جملې ځینو دکمونیستي تشکیلاتو لوری بدلول او له مجاهدینو سره یوځای کیدل یوه لویه لاسته راوړنه بلله ، حتی حضرت صبغت الله د جنرال دوستم لوری بدلول دحضرت خالدبن ولیدله اسلام راوړلو سره تشبیه کړل ، خو یوشمیر نورو بیا دا کار ناسم باله او غوښتل یي چې کمونیستان بایدپه جهادي صفوفو کې خلط نه شي .
همدا اجتهادي اختلاف دمجاهدینو ترمنځ دنزاع په اساسي ټکي واوښت ، احمدشاه مسعود غوښتل کابل دنیولو لپاره هم دمزارشریف نسخه وکاروي ، دهمدې لپاره یې په جبل السراج کې د شورای جهادي په نامه یوه شورا جوړه کړه چې مسعود یي مشر جنرال دوستم او عبدالعلي مزاري یي مرستیالان شول .
مسعود دخپلو نویو کمونیستو حلیفانو سره په ګډه په کابل کې موجود کمونیستي واکمن هم دې ته اماده کړل چې دمزارشریف له تجربې نه په استفاده له مخالفت څخه لاس واخلي د ۱۳۷۱ هـ ش کال د حمل په ۲۶ مه د احمدشاه مسعود کمونیست ایتلافیان لکه جنرال مؤمن ، عبدالمجید روزي ، بابه جان او نور له کابل میشتو ایتلافیانو سره په تفاهم کابل ته له خپلو افرادو سره ننوتل مهم او ستراتیژیک ځایونه یي ټینګ کړل او مسعود له چاریکارو څخه جهادي رهبرانو ته وویل چې کابل سقوط ته اماده دی ، یوازې ددوی حکومت جوړولو او زعیم ټاکلو ته انتظار دی .
په دې توګه یو شمیر جهادي رهبران د د ۱۳۷۱ هـ ل کال دثور په څلورمه په پیښور کې سره راټول شول او له اوږدو بحثونو وروسته یي په هغه طرحه توافق وکړ چې عبدالرب رسول سیاف پیشنهاد کړې وه ، ددې طرحې له مخې لومړی به دوه میاشتنی حکومت ټاکل کیږي چې صبغت الله مجددي به یي مشر وي ، نوموړی به له پنځوس کسیز پلاوي سره کابل ته ځي چې واک ترلاسه کړي ، له هغه وروسته به برهان الدین رباني د ۴ میاشتو لپاره مشر وي ، له هغه وروسته به یوه اسلامي شورا جوړیږي چې راتلونکی زعیم وټاکي .
له دې طرحې سره اکثرو جهادي مشرانو توافق درلود خو دحزب اسلامي ګوند ورسره مخالف وو ، حکمتیار تاکید کاوو چې په کابل کې واک اوس هم د دوستم ، نبي عظیمي ، بابه جان او مجید روزي غوندې کمونیستانو په لاس کې دی ، چې ځانونه یي دمجاهدینو په پوستین دننه کړي دي ، لومړی باید دوی تصفیه او له صفه وایستل شي او وروسته دې مجاهدین په فاتحانه انداز کابل ته ننوزي .
خو څرنګه چې اکثره ګوندونو دپیښور له طرحې سره توافق درلود حضرت صبغت الله مجددي دثور په اوومه سهار وختي له پیښور څخه روان شو ، شپه یې دکابل په ختیخ کې وکړه او سبا غرمه مهال چې د ثور اتمه وه کابل ته ننوت .
په دې توګه دثور اتمه دمجاهدینو دبریا دورځې په نامه په تاریخ کې ثبت شوه ، که څه هم دمجاهدینو هماغه ناقص پروګرام وروسته ډیرې ستونزې وزیږولې ، مګر دثور اتمه یوازې کابل ته دحضرت مجددي دننوتلو دورځې په عنوان نه بلکې زموږ د څورالس کلن پرتمین جهاد دبریا ، دکمونیزم دشکست او دافغانستان دازادۍ دسمبول په حیث له ستر ویاړ څخه ډکه یوه تاریخي ورځ ده چې باید زموږ مؤمن ولس ورباندې وویاړي .
ځیني خلک د پیښور کمزورې معاهدې او دثور له اتمې نه وروسته خونړیو جریاناتو ته په اشاره سره دا ورځ تر انتقاد لاندي نیسي ، دوی ته باید ووایو چې موږ دغه ورځ دخپل هغه جهاد دیوه علامت په حیث لمانځو چې د شلمې پيړۍ اعجوبه بلل کیږي ، هغه سرلوړی جهاد چې په برکت یي دکمونیزم نړیوال ښامار ټوټه شو او درستۍ نړۍ د مارکس ، انګلز او لنین له جنجالي منحوسي مفکورې څخه خلاصه شوه ، موږ دا ورځ دخپلو شهیدانو دیاد سمبول بولو چې په تش لاس له پولادي ټانګونو او ناپالم بمونو سره وجنګیدل ، په دې ورځ باید خپل څورالس کالونه د سختیو ، هجرتونو ، شهادتونو او حماسو یادونو راتازه کړو ، باید دخپلو شهیدانو ارواحو ته دعاء وکړو ، دهغوی په قبرونو راوګرځو ، دالله تعالی له دربار څخه د خپل پاک جهاد ، هجرت ، شهادتونو او نورو تکالیفو د قبول خواست وکړو ، په عین حال کې باید دثور او داوومې او اتمې ورځې د پس منظر په تحلیل سره دتاریخ له دې دوو عبرتناکو ورځو څخه بشپړ عبرت واخلو ، ددې ورځو په اسبابو او مقدماتو کې فکر وکړو ، او راتلونکې لپاره د لارښود په حیث ترې استفاده وکړو .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x