افغانستان

غور: روان کال کې د انساني قاچاق ۴۵ پېښې شوې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د غور د عدليې ریاست مسوولین وايي روان کال کې د انساني قاچاق ۴۵ پېښې شوې دي.

د غور د عدليې رییس عبدالجبارر راجي فیروزکوه کې خبري ناستې ته وویل، دغه ټولې پېښې د قومي مشرانو له لوري هوارې شوې دي.

د هغه په خبره دوی له ۴۵ پېښو خبر شوي او دې پېښو ته یوازې قومي مشرانو رسیده ګي کړې، قومنداني او نورو امنیتي ادارو پکې هیڅ رول نه دی لوبولی.

دوی نه دي ویلي، انسان تښتونه د چا له خوا کېږي او ولې يې پر وړاندې امنیتي ارګانونه بې وسه دي.

شمالي ولایتونو کې ځينې دولتي قومندانان او غیر مسوول وسله وال د نڅا لپاره هم له ځانونو سره ماشومان ساتي، چې ډېری يې له لرې پرتو سیمو دوی ته را تښتېدلي یا را تښتول شوي وي.

دا په داسې حال کې دی چې د تېرې لړم میاشتې په نهمه کابل کې یوې مرستندویه موسسې د انساني قاچاق ډېرښت ټکان ورکوونکی وباله.

د «چټک پرمختګ او مرسته» په نوم موسسې خبرې ناستې ته وویل په ټوله نړۍ کې هرو دېرشو ثانیو کې یو انسان قاچاق کېږي.

د دې موسسې مشر محمد شعیب ناصري وویل، پر افغانستان سربېره نوره نړۍ کې هم انساني قاچاق د جنسي استفادې او د غړو د خرڅلاو لپاره کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x