کونړ: غازي اباد کې طالبان د خلکو دعوې فیصله کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د کونړ په غازي اباد کې ځايي اوسېدونکي د حکومتي چارواکو د فساد له امله خپلې دعوې پر طالبانو حل کوي.

د غازي اباد اوسېدونکو ازادۍ راډيو ته ويلي، د دې ولسوالۍ د قضا او څارنوالۍ مامورین اصلاً غازي اباد ته ورغلي نه دي خو معاشونه اخلي.

د کونړ ولایتي چارواکي هم مني، چې په یاده ولسوالۍ کې د دوی د قضا او څارنوالۍ مامورین نشته .

د استیناف محکمې رییس عبدالاحد حیدري وايي د څارنوالانو لپاره په لار کې ستونزې موجودې دي، ځکه خو دوی خپلې چارې په اسعد اباد کې ترسره کوي.

د غازي اباد اوسېدونکي هم وايي، چې که له رسمي کار پرته په نورو برخو کې د چا څه ستونزه وي، نو طالبان يې ور حلوي، خو که رسمي کار لکه وثیقه او نور څه وي، نو د دوی قاضیان او څارنوالان په اسمار او اسعداباد کې د دوی چارې پر مخ وړي، چې په وینا يې د غازي اباد ستونزه په اسمار او مرکز اسعد اباد کې ډاډه نشي حل کېدلی.

د طالبانو تر لاس لاندې سیمو نه پرته، په هغو سیمو کې چې دولت واک لري هم خلک يې خپلې دعوې طالبانو ته د حل لپاره وړاندې کوي.

دوی باور لري چې د طالبانو کار چټک، امر قاطع او فساد پکې نشته.

د شنونکو په باور دولتي ادارو په تېره بیا د قضا برخه کې پراخ فساد د دې علت شوی دی چې خلک طالبانو ته لاس وغځوي چې په دې توګه د ولس او حکومت پاتې څه اړیکي هم له منځه تللی شي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د