افغانستان

ننګرهار: روداتو کې ملا امام وژل شوی دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ننګرهار چارواکي وايي د دې ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د کلي ملا امام چې د قران کریم حافظ هم و، وژل شوی دی.

د ننګرهار ولایت مقام ویاند عطاالله خوږياڼي وايي، ملا امام حافظ هجرت الله تېر ماښام د دوو موټر سایکل سپرو له لوري وژل شوی دی.

د هغه په خبره هجرت الله د شیخ احمد کلي یوه مدرسه کې مدرس او په مسجد کې امامت هم درلود، چې د ماښام له لمانځه وروسته ناپېژاندو موټر سایکل سپرو لومړی وتښتاوه او وروسته يې په ډزو وواژه.

تر اوسه د ملا امام د وژل کېدو مسوولیت چا نه دی اخیستی، خو ختيځو ولایتونو کې د ورته پېښو مسوولیت ډېر وخت د داعش په نوم وسله وال پر غاړه اخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x