
حوثیانو یو ځل بیا پر ریاض میزایل وار کړ / انځورونه – ویډیو
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): په یمن کې د حوثیانو ډلې پر ریاض باندي بالستیک میزایل وار کړی چې د سعودي دفاعي سیسټم یې مخه نیولې او په هوا کې یې خنثی کړی دی.
دا په یوه میاشت کې دننه دوهم میزایلي برید دی، ددې تر مخه په یوه بل میزایل د ریاض هوايي ډګر په نښه شوی وو، هغه وخت هم سعودي ویلي وه چې په هوا کې یې د حوثیانو «ایرانی» میزایل خنثی کړ.
عیني شاهدانو ویلي چې په هوا کې د میزایل تر چاودېدو وروسته لوی ږغ واوریدل شو او د دود وریځ جوړه شوه.
د سعودي د معلوماتو وزارت په خپل ټویټر کې وویل چې دفاعي سیسټم د «حوثیانو – ایرانی» میزایل خنثی کړ.
د حوثیانو ډلې پر خپل تلویزون ادعا کړې چې په ریاض کې د «الیمامه» په نامه قصر یې په نښه کړ چیري چې د سعودي واکمنانو غونډه روانه وه.
دوی ویلي چې ددغه بالستیک میزایل نوعیت یې «برکان ۲ ایچ» وو. چې دوی خپله جوړ کړی او کولای شي چې هر وخت وغواړي، په ریاض او اماراتو کې اهداف په نښه کړي.