افغانستان

محقق: د ټاکنو له پايلو خوښ نه یو،موږ به يې د قانون په رڼاکې پوښتنه وکړو

د ټاکنو د مخکښ نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله مرستیا محمد محقق وايي چې دوی د ټاکنو له پرونیو پایلو خوښ نه دي او په خبره يې دوی به يې پوښتنه وکړي،

محقق وويل: په دې پایلوکې ډېر پټ کارونه شته،موږ ترې خوښ نه یو او دقانونو په رڼا کې به يې پوښتنه وکړو.
دا په داسې حال کې دی چې په پرونیو پایلو کې ډاکټر عبدالله عبدالله ۴۴.۹ او ډاکټر اشرف غني احمدزي ۳۱.۵رايې ګټلې وي، چې د قانون له مخې یو هم د پنځوس جمعه یو اندازه نه وه پوره کړې.
د ټاکنو د شکایاتو کمیسیون شل ورخې وخت لري،  چې ټول شکایتونه وڅېړې او د ثور په څلورویشتمه وروستۍ پایلې اعلان کړي.د ټاکنو د شکایتونو کمیسیون پرونۍ پايلې مني او انګېرې چې ټاکنې به دویم پړاو ته لاړشي.
په ورته وخت کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي د ټاکنیز دفتر ویاند نقیب الله فایق هم وايي، چې د ټاکنو پايلې شکمنې دي او په خبره يې د ټاکنو کمیسیون بې له دې چې شوې درغلې په پام کې ونیسي لومړنۍ پايلې اعلان کړې.
د شنونکو په باور که ټاکنې دویم پړاو ته لاړشي، ښايې د نا امنیو له امله په دولتي مقرونو پسې محدودې پاتې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x