شعـــــرونه

غزل/ عمر حمزه

عمر حمزه

په تنهــــــايــــــــۍ کــــــې د ژړا، له درده څه خبر يې؟
د ژونــــــــــــد د دغــــــــې ناروا، له درده څه خبر يې؟

اوښلنو سترګو او په بد حالت مې خانده، خانده!
بـــــــې درده، يــــاره! ته د چا، له درده څه خبر يې؟

طبیبه! پرېږده، په عِــــــــلاج دې ماغزه مه خوږوه!
وجود مې روغ دى، ته زما، له درده څه خبر يې؟

د چا بريا کـــې د ژړا له کيفه، له کيفه ښه خبر يې
د چا پـــــــه ماتــــــې د خنـــدا ، له درده څه خبر يې؟

سپـــــوره ډوډۍ، زړې جامـې؛ خلک يې څه يادوي
دنـــــنه زړه کـــــــــې د مٙـــــلاء، له درده څه خبر يې؟

ته لګيا اوســـــــه! د دې خاورې د مظلـــــومو خـــلکو،
په بـــــربــــــــــاديـــو د پـــــــــاچا، له درده څه خبر يې؟

ټپ يې په زړه دى، خو درد پټ کوي؛ ټول عمر به وي
ته د شاعِر غريب د آآ ه، له درده څه خبر يې؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x