شعـــــرونه

نظم/ محمدالله تبسم

محمدالله تبسم

ما چې ځان په کې محسوس کړ
مقدسې اینې شوې
تاریکیو کې روان وم
رڼاګانې راپسې شوې

ستا د عشق له ضرورته
راته خلاصې دروازې شوې
ستا د چم ورانې کوڅې وې
خو ابادې میکدې شوې

ستا احساس د وجودیت وو
ګوره، ګوره فلسفې شوې
د پرواز د تخلیق فکر
هاغه ته چې را نږدې شوې

د ادم بابا لمسی یم
دهوکه شوی خو به نه یم
همدا شکل راسره وو؟؟؟
مسخه شوی خو به نه یم

ما چې ځان محسوسولو
تربیت راسره نه وو
ستا نه مخکې زمانه کې
ادمیت راسره نه وو

ټولیدم چې مکمل شم
خو حصار ازادیدلو
او زما د وجودیت نه
ستا وجود محسوسیدلو

خود راضي ومه او یمه
دا احساس خو ستا احساس دی
مقدس راته ښکاریږی
که څوک ښکته دی که پاس دی

محمدالله تبسم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x