یا الـلـــــــــــــــــــــــــــــه

ya_ALLAH(يَسْأَلُهُ مَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ كُلَّ يَوْمٍ هُوَ فِي شَأْنٍ) سورة الرحمن آية (٢٩)

(په  ځمکه او اسمانونو کی چی هرڅوک دی ټوله خپلی  اړتيا وی د هغه نه غواړی هره شيبه هغه په نوی شان کی دی)

کله چی دریاب څپاند سی ، تند بادونه را والوزی ، نو د کښتۍ خلګ نارې کړی !

یا اللـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه.

 

کله چی شپانه په صحرا کی ورک سی یا سپاره دلاري نه واوړی یا قافله په تګ کی لاره ورکه کړی نو نارې کړی!

یا اللـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه

کله چی مصیبت پیښ سی ،غمیزه را سی ،ناخوالی ډیری سی نوهغه مصیبت زده او غمجن نارې کړی !

یا اللـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه.

کله چی دغوښتونکو پر مخ دروازی وتړل سی، او دسوال کونکو پر مخ پردې را ځوړندي سی نو چیغي کړی!

یا اللـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه

کله چی نور هڅي اوکوښښونه کارنه ورکوي ، لاري تنګي سی ، امیدونه وپای ته ورسیږي دهري خوا نه کومکونه بند سي نو نارې کړي!

یا اللـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه

نوکله چی ځمکه سره دخپلی فراخی  پر تا تنګه سی اونفس تنګه سې نو نارې کړه

یا اللـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه

وهغه ذات ته پورته کیږی :

پاکی کلمې، خالصه دعا، ریښتونی نعره ، پاکه اوښکه ، درمند غمجن ارمانجن آواز.

وهغه ذات ته دشپی ورغوی پورته کیږی ، دضرورت او حاجت په وخت کی ورته لاسونه پورته کیږی دمصیبت او غم په وخت کی ورته سترګی پورته کیږی ، په ناخوالو کی ورته سوالونه پورته کیږی .

دده په مبارک نوم سره ژبي ترنم کوی ،کومک غواړی اوناری وهی دده په ذکر سره زړونه ډاډه اومط‌مئن کیږی ، روح خوشحالیږی ، اعصاب یخیږی، هدایت پیدا کیږی او یقین ټینګیږی ( اللَّهُ لَطِيفٌ بِعِبَادِهِ يَرْزُقُ مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ الْقَوِيُّ الْعَزِيزُ) سورة الشوري آية (١٩)

((الله ډير لطف کوونکى ښه مهربان دى پرخپلوبندګانو . رزق روزى ورکوى هغه چاته چى اراده وفرمايى او هم دى قوى  زورور ښه زبردست ډير غالب دى .))  

اللـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه

ښائسته نوم ، ښکلی حروف په عباراتو کی هغه ډیر ریښتونی عبارت ، په کلمو کی هغه ډیره ریښتونی او قیمتی کلمه  ( هَلْ تَعْلَمُ لَهُ سَمِيّاً) سورة مريم آية (٦٥)

آيا پيژنې ته ده ته کوم هم نام (او مثل بلکه نه يې لرى )

اللــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه

غنی ، همیشه پاته کیدل، قوت کومک ، غلبه قدرت ، حکمت ( لِّمَنِ الْمُلْكُ الْيَوْمَ لِلَّهِ الْوَاحِدِ الْقَهَّارِ) سورة غافرآية (١٦)

چالره دى سلطنت (نوجواب فرمايى پخپله الله) نن ورځ خاص الله لره دى (سلطنت) چى يودى ښه غالب قوى

اللــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه

مهربانی ،عنایت ،کومک ،او فریاد رسانی ،محبت او احسان ( وَمَا بِكُم مِّن نِّعْمَةٍ فَمِنَ اللَّهِ) سورة النحل آية (٥٣)

او هرهغه چى تاسى سره دى له (کوم قسم ) نعمت نو له (طرفه د)الله دى

اللــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه

لوی والی دبدبه هیبت او واک

یاالهی:

ته تنګۍ فراخی کړی، دغم په بدله کی خوشحالی راکړی، دخوف بیری په وخت کی امن راکړی.

یاالهی :

ته دزړه ګرمی او سوز د یقین په واوره یخ کړی او دروحانو سکروټی دایمان په اوبو مړی کړی .

ائ ربه :

ته خو پر هغو رڼو سترګو چی خوب نه ورځی ستا په فضل سره خوب راولی او پر پریشانه زړونو آرامی راولی په بدله کی ورته ژر خوشحالی ورکړی.

ای ربه

ته رهنمایی وکړه لاروروښیه؟

هغو کسانو ته چی دبصیرت لاره یی ورکه کړی وی، هغو کسانو ته چی خپل منهج یی پری یښی وی او هغو کسانوته چی دسیده لاری نه ښویدلی وی.

یاالهی

ته دسهار د رڼا په څیر نور سره وسوسی لیری کړه، دزړونو خرابی اوفساد دحق په فوج سره دمنځه وباسه او د شیطان مکر حیله او فریب د خپلو لښکرو په کومک سره ختم کړه.

یا الهی:

زموږ نه غم  لیری کړه پریشانی راڅخه ایسته کړه زموږ دزړونو څخه نا ارامی ورکه کړی .

ای ربه :

موږ پناه غواړو ددې څخه:

چی بیله تا وبل چاته کاږه سو، بیله تا پر بل چا توکل وکړو ، بیله تا د بل چا څخه سوال وکړو او بیله تا دبل چا څخه کومک وغواړو ته زموږ کار سازیی ښه کار ساز او ښه کومک کونکئ.

ليك: دكتور عايض القرني

ژباړه: نور الباقي



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.