د نن سرلیکنه

د ثور ۷ مه زمونږ د هیواد د تاریخ یوه توره ورځ

نن ټکی آسیا – سرمقاله: ۳۵کاله وړاندې د ثور په ۷ مه افغاني کمونستانو د یوې خونړۍ پوځي کودتا له لارې د واک واګې تر لاسه کړلې.

هغوی دغه وحشیانه کودتا د کور، کالي ډوډۍ تر رنګین شعار لاندې پیل کړه، خو افغانانوته د کمونستانو دغه تیرایستونکی شعار هغه مهال ښه څرګند شو چې کله یې دوی د کالیو په ځای په سر وکفنونوکې ونغښتل،جوړ کورونه یې په بمونو ور وران او په همدې ځوریدلي حالت کې یې د یوې ګولې ډوډۍ له ترلاسه کولو بي برخې کړل.

افغاني کمونستانو په افغانستان کې د خپلې الحادې مفکورې دپلي کولو لپاره کټ مټ هماغه وحشت غوره کړ کوم چې د دوی فکري مشر ستالین په منځنۍ آسیا کې د انسانانو په وژلو، تباه کولو او له منځه وړلو کې غوره کړی وه.

د پلیګون دسته جمعي قبرونه ، د هرات د ورک نو مو شهیدانو مقبرې، د کونړ دکراړې عام وژنه او په دې وروستیوکې د ۵۰۰۰ بندیانو د مرګ لیستونه د ثور د ملحدو کودتاچیانو هغه نه هیریدونکي وحشیانه جنایتونه دي چې په یادولوسره یې د هر افغان په زړه کې د هغو د زړه بوږنوونکو صحنو یاد را ژوندی کیږي.
اوس چې د ثور له کرغیړنې کودتا څخه پوره ۳۵ کاله تیرشوي لاهم افغانان دهغې له کړاونوڅخه ځوریږي؛ ځکه کومې ستونزې چې افغانانو ته پیښې شوې یا پیښیږي د هغو ټولو اساسي سرچینه همدغه وحشیانه کودتاوه چې د افغانانو په هیواد کې د جګړې اوربل او تر اوسه پورې په سلګونو زره انسانان ورکې تباه شول.

د ثور د وحشیانه کودتا ناورین زیږوونکې کلیزه یوځل بیا پرافغانانو په داسې مهال کې راګرځي چې افغانستان د پرونیو کمونیستو شورویانو په ځای د امریکايي او غربي یرغلګرانو تر اشغال لاندې او د هغه په هرګوټ او برخه کې د اجنبي یرغلګرو لخوا د افغانانو د عام وژنې هماغه زړه بوږنوونکې صحنې تکراریږي.

په کال ۱۳۵۷کې د افغاني کمونیستانو لخوا د ثور د ۷ مي وحشیانه کودتا او په ۱۳۸۰کال کې د لیندۍ د ۱۴مې د بن د پریکړې ترمنځ په کیفي لحاظ ډیر مماثلوتونه موجود دي چې مظلوم افغانان یې له سختو ستونزو او کړاوونو سره مخ کړي دي ، خو مسلمانو افغانانو له خپلو همدغو ټولو کړاونو او مظلومیتونو سره سره د دغو دواړو بهرنیو طرحو طراحانوته دا په اثبات رسولې چې افغانستان د مسلمانو افغانانو کور دی او په دغه کورکې که هرڅوک د هراجنبي ځواک په زور د اجنبي طرحو د عملي کولو قصد لري هغه په هیڅ ډول د بریالیتوب هیڅ چانس نه لري .

د نن ټکی آسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x