fbpx

د یخنۍ په موسم کې ولې ویښتان زیات تویېږي؟

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): ګنجی سر، یا ویښته تویېدل که په هر موسم کې وي د هیچا نه خوښيږي، خو باید معلومه شي چې د یخنۍ په موسم کې د ویښتو تویېدل ولې زیاتیږي؟

د طب متخصصینو ویلي دي چې په یخنۍ کې د ویښتو تویېدلو ډیر لاملونه کیدلی شي چې د مخنیوي لپاره باید دغه لاملونه ښکاره شي او بیا یې درملنه وشي، چې ځینې یې په لاندې ډول دي:

لومړی: د ویښتو کم پرېمینځل د سر ویښتانو تویېدلو ستر لامل کیدلی شي، ځکه چې یخنۍ کې انسان له ډیرې لامبا ځان ساتي همدارنګه ویښتان هم ناپاکه پاتې وي، چې له امله یې تویېدل شروع شي.

دوهم: د ویښتانو وچیدل یا خوشک کیدل هم یو له سترو لاملونو څخه دی، ژمي موسم کې د ویښتانو وچوالی پیدا کیږي چې له امله یې ویښته توییږي، همدارنګه په طبیعي ډول یخنۍ کې د ویښتانو وده کم او تویېدل یې زیات شي.

دریم لامل یې ویښتان له معمول نه کموالی دی، دا ددې وضاحت کوي چې د ویښتانو ریښې ورځ تر بلې کمزورې کیږي، چې د اندیښنې وړ خبره ده، داسې وخت کې پکار دي چې له متخصیصینو سره مشوره وشي او درملنه یې پیل کړل شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د