عبدالعیلم کوهستاني:۷۵۰ بندیان په اعدام محکوم شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د کورنیو چارو وزارت د محابسو او زندانونو عمومي رییس عبدالعلیم کوهستانی وايي، چې د هېواد په ټولو زندانونو کې نږدې ۷۵۰بندیان په اعدام محکوم شوي؛ خو لا هم د بند موده تېروي.

نوموړي نن د مشرانو جرګې عمومي ناستې ته وویل، چې په دغو زندانیانو کې داسې بندیان هم شته چې ۱۶ کاله بند یې تېر کړی او محکمو پرې د اعدام حکم کړی؛ خو تراوسه بندیان دي.
د ده په خبره، په اعدام محکوم شوي بندیان نه له زندان نه ازادېږي او نه پرې د اعدام حکم کېږي، چې د دغه ډول بندیانو موضوع اوس لانجمنه شوې ده.

له بل لوري د عدلیې وزارت وايي، چې د هېواد په جزايي کوډ کې اعدامونه په عمري حبس بدل شوي او د اعدام سزا پای ته رسېدلې ده.

د جزا کوډ د روان کال د غويي پر ۲۵مه په ۱۱۸ فصلونو او ۹۴۰ مادو کې ترتیب شوی؛ خو ولسي جرګې تراوسه تصویب کړی نه دی.

د ملي یووالي حکومت تېر کال د می پر ۸مه نېټه د رجال برسته پر ریاست د برید وروسته شپږ تنه بندیان په څرخي پله کې اعدام کړل، چې د بشري حقونو نړیوالو او کورنیو سازمانونو سخت غبرګونونه یې راوپارول.

طالبانو تېر کال د ملي امنیت د رجال برجسته پر ریاست برید کړی و، چې نږدې ۴۱۱ تنو ته یې پکې مرګ ژوبله اړولې وه.

ولسمشر غني د دغه برید په غبرګون شپږ تنه اعدام کړي وو، چې یو یې هم د طالبانو سره د اړیکو په تور بندي شوی نه وو.

په افغان محکمو کې د پراخ اداري فساد له امله زرګونه بندیان تراوسه بې سرنوشته پراته دي، چې په ډېر بد حالت کې په زندانونو کې شپې ورځې تېروي.