سامسنګ کمپنۍ خپل لومړی دوه کامرو والا سمارټ فون وړاندې کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۹ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): په عام ډول خلک د سامسنګ S لړۍ سمارټ فون ډیر خوښوي خو اوس د سامسنګ کمپنۍ د A لړۍ داسې سمارټ فون وړاندې کوي چې ځانګړتیاوې یې له اوچتو مبایلونو څخه کمې نه دي.

سامسنګ د سه شنبې په ورځ د A لړۍ نوی سمارټ فون ګلیکسي A8 (2018) او A8 پلس (2018) وړاندې کړي دي
د A لړۍ سمارټ فونونه د سامسنګ درمیانه مبایلونو څخه دي، خو دغه نوی مبایل له نوو ځانګړتیاو سره له ګلیکسي S8 او Note8 څخه کم نه دي، چې سامسنګ په دې کې نوې ځانګړتیاوې په ځای کړي، خو په قیمت کې ترې ۵۰ سلنه کم دي.

دغه مبایل د سامسنګ کمپنۍ لومړی سمارټ فون دی چې دوه سیلفي کامرې لري، چې دغه ځانګړتیا د سامسنګ په هیڅ بل سمارټ فون کې نشته او دا لومړی ځل دی له دې مبایل څخه وړاندې کیږي، چې یوه کامره یې ۱۶ میګا پیکسل او بله یې ۸ میګا پیکسل ده، او کولی شي په یوه وخت له مخې او شا دواړو خواو یو انځور واخلي.

همدرانګه ددې سمارټ فون له ځانګړتیاو څخه چې دغه مبایل د شا کامره ۱۶ میګا پیکسل ده، او بله ځانګړتیا په دې مبایل کې چې له S8 او Note8 سره سمون لري د ډیسپلی شکل دی، چې په لوړ کیفیت سکرین لري خو بینزونه یې کوچني دي.

د A8 مبایل ډیسپلی ۵.۶ انچه او د A8 پلس ډیسپلی ۶ انچه ده، او په دواړو کې د ۱۰۸۰-۲۲۲۰ پیکسل ایچ ډي ډیسپلی ډیزاین شوې ده.

دا سمارټ فون د یادو مبایلونو په څیر د اوبو او ګرد ضد دی، مګر کمپنۍ په دې مبایل کې د انډرایډ اوریو په ځای د انډرایډ نیویګیټ چلولو سیستم ورکړی دی.

په دې مبایل کې ۲.۲ GHz پراسیسر ورکړل شوی، او په A8 کې ۴ جي بي ریم، او A8 پلس کې ۴ او ۶ جي بي ریم ورکړل شوی.

دواړه مبایلونه له ۳۲ څخه ۶۴ پورې میموري لري، حالانکې میموري کارډ (مایکرو کارډ- SD) تر ۲۵۶ جي بي پورې تحمیلولی شي، همدارنګه A8 ۳۰۰۰ او A8 پلس ۳۵۰۰ Mah بیټري لري.

دغه سمارټ فونونه به د راتلونکې کال په پیل کې د کاروونکو لپاره بازار ته وړاندې شي، چې قیمت یې له دې لړۍ وړاندې A7 مبایل څخه کم یا به په هماغې قیمت وي، A7 سمارټ فون قیمت ۵۰۰ ډالرو شاوخوا و، خو ددې مبایل قیمت له دې هم کم ښودل کیږي.

سرچینه: NDTV

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د