fbpx
rula ghani ahmadzai

اشرف غني په ارګ کې خپلې عيسوۍ مېرمنې ته په پنځه ميليونه ډالره کلیسا جوړوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۹ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني پرېکړه کړې، چې په ارګ کې د خپلې عيسوۍ مېرمنې رولا غني لپاره د پنځه ميليونه ډالرو په ارزښت کلیسا جوړه کړي.

د ارګ باوري سرچينې وايي، چې ولسمشر غني د رولا غني په ټينګار اړ شوی، چې د هغې لپاره په دومره ستره سرمايه داسې يوه کليسا جوړه کړي، چې هغه به په کې د خپل عيسوي مذهب له مخې عبادت کوي.

ټاکل شوې، چې د دې کليسا د ودانۍ چارې به په وري مياشت کې د يوه لبناني شرکت له خوا پيل شي او په شپږو مياشتو کې به دننه پای ته ورسيږي.

که څه هم حکومتي سرچينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د ارګ باوري سرچينې وايي، ولسمشر له رولا سره له پخوا ژمنه کړې وه، چې واک ته له رسېدو سره به هغې ته په ارګ کې کلیسا جوړوي او دغه ژمنه يې عملي کړې او د کلیسا د ودانۍ لپاره يې له يوه لبناني شرکت سره تړون هم کړی دی.

د افغانستان په تاريخ کې دا لومړی ځل دی، چې يو ولسمشر عيسوۍ مېرمن لري او سربېره پر دې د هغې لپاره په ارګ کې کليسا هم جوړوي.

په افغانستان کې د رسمي شمېرو له مخې عيسايان نه شته، او د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه د واکمني پر مهال د کابل ښار پر دارالامان سړک په قاچاقي ډول يوه کليسا جوړه شوې وه، چې د وخت لومړي وزير موسی شفیق ترې خبر شو، سمدستي يې ونړوله او اعلان يې وکړ، چې افغانستان د مسلمانانو هېواد دی او دلته له يو شمېر هندو او سک لږه کيو پرته د نورو دينونو اتباع نشته او نه بايد دلته کليسا ولري.

خو د امریکايي یرغل په راتلو د هېواد په ګڼو برخو کې د بهرنيو پوځيانو په اډو کې او د بهرنيو مؤسسو په ودانيو کې کليساوې جوړې شوي او همدارنګه د عيسويت لپاره په پراخه کچه تبليغات روان دي.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
RAZMOHAMMED KAMAWALL
میلمه
RAZMOHAMMED KAMAWALL

too much propaganda this web site will lost trust,
rola ghani working together with doctor ashrafghani sahib for better afghanistan,
if she belive any religion,this is no matter for us,
but she have high leavel education/she always gave hand to poor womens
this good action if some one gave hand to who need help the mean poor or disable..
belive this ashrafghani and his weife are good peoples,
they honestly working for us,
thank you

ahmadshah wardak
میلمه
ahmadshah wardak

د پاکستان غلامانو لږ شرم وکړئ، داسې دروغ وایئ چې لږ منطق ته خو ور نیږدې وي. هو رښتیا تاسو کله د شرم په نامه څه شی پېژنۍ….. که چېرې دا خبر رښتیا وای یوې بلې رسنۍ خو به خپور کړی وای؛ خو نه تاسو د یوه وطن دوسته سړي د نوم بدول غواړئ؛ خو نه دا آرمان به ګور ته یوسئ اوس هغه د ټالبانو وخت نه دی چې د ټولو سترګې یې تړلې وې اوس هر سړی که لوستی دی که نالوستی په دې پوهېږي چې څوک ښه دی او څوک بد. رنګ مو ورک شه، خدای مو… نور لوستل »

AHMED
میلمه
AHMED

ROLA IS THE PRESIDINT OF OCCUPIED ARG, NOT ON THIS WEB SITE. GHANI IS THE PRISIDENT OF OCCUPIED COUNTRY AND ROLA IS THE PRISIDENT OF GHANI HIRED BY OCCUPIERS, SHE IS RESPONSIBEL FOR CHRISTIAN, INVITATION AND SOME OTHER SHAMFUL ACTIVITIES I CANT MENTIONED AMONG AFGHANIANS. SHE HAS HIGH LEVEL EDUCATION IN MASONISM ( NEW WORLD ORDER ) ONLY NOT FOR HUMANITY, NOT FOR RECONCILATION OUR COUNTRY. BOTH OF THEM ARE SLAVE AND ENEMIES OF OUR PEOPLE , THE ARE FOR THE BENIFITS OF OCCUPIERS NOT FOR AFGHANIANS . THERE IS NO LAW IN THE WHOLE WORLD THE COUNTRUY PRISIDENT AND… نور لوستل »