افغانستان

الکوزی: فساد او ناامني د پانګونې پر وړاندې ستر خنډونه دي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۹ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی وايي، ناامني او پراخ اداري فساد د پانګونې او پانګوالو پر وړاندې ستر خنډونه دي او د همدغو ننګونو له مخې په افغانستان کې پانګوال پانګونې ته زړه نه ښه کوي.

نوموړي په کابل کې یوې غونډې ته وویل، فساد او ناامني د دې لامل شوې ده چې پانګوال له هېواده تېښته وکړي او دلته پانګونه کمه کړي.

د ده په خبره، د ملي یووالي حکومت په راتګ د پانګوالو د پنځو لویو ستونزو ټرانزیټ، امنیت، زېربینا، فساد او په ادارو کې د بروکراسي نظام له منځه یوازې د ټرانزیټ ستونزه حل کړي او پاتې ستونزې پر خپل ځای پاتې دي.

الکوزي وویل، په تېرو درې نیمو کلونو کې یوازې پانګوالو ته د کراچۍ د بندر سربېره نور بندرونه هم په واک کې ورکړل شوي؛ خو ناامنیو او اداري فساد ډېر پانګوال هېواد پرېښودو ته اړ کړي دي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزي په خبره، په تېرو درې کلونو کې د پانګونې په برخه کې ۲۰سلنه کموالی راغلی، چې په هېواد کې یې د بې کارۍ کچه لوړه کړې ده.

ولسمشر غني تېره میاشت افغان سوداګرو ته ژمنه ورکړې وه، چې د پانګوالو ته به هر ډول اسانتاوې برابرې کړي؛ خو دوی دې په هېواد کې پانګونه وکړي او خپلې پانګې دې له هېواده نه بهر کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x