افغانستان

د غوايي اوومه او اتمه، دوې تلپاتې ورځې – ذاکر جلالي

نن د ۱۳۹۳ل کال د غوايي اوومه ده. پر همدې ورځ، پنځه دېرش کاله مخکې د ۱۳۵۷ل کال د غوايي پر اوومه افغانو کمونیستانو د داوود خان رژیم د یوې خونړۍ کودتا له لارې نسکور کړ. دا د افغانستان په تاریخ کې دویمه کودتا وه، چې پوځ عملاً سیاست ته رادانګي، ملکي حکومت له منځه وړي او د واک پر ګدۍ کېني. جالبه دا ده، چې همدو کودتايي بړېڅو، له دې کودتا پنځه کاله مخکې (۱۳۵۲ل) د داوود خان په ملګرتیا، د موسی شفیق حکومت نسکور کړ. د چنګاښ د ۲۶مې (۱۳۵۲) کودتا بیا د افغانستان په تاریخ کې لومړنۍ کودتا ده،

چې پوځ سیاست کې راګډوي او واک په خپل لاس کې نیسي؛ مګر نن چې پنځه دېرش کاله کېږي، لا هم ولس او په تېره روڼ اندې طبقه کمونستان رټي او د دوی غندنه کوي؛ خو د چنګاښ د ۲۶مې کودتا دومره کرغېړن نه ګڼل کېږي. د چنګاښ د کودتا مشري د ارواښاد داوود خان پر غاړه وه او هغه که افغان سیاستوالو کې (معاصرو کې) کوم متفق علیه وي، نو شهید داوود خان دی –سره له بلا تېروتنو یې- چې نن یې هم ولس په درنښت او احترام سره یادوي. کله چې افغان حکومت د ارواښاد مړی ښخاوه؛ نو طالبانو هم د داوود خان د لور په غوښتنه ډاډ ورکړ، چې د داوود خان په درناوي به پر دې ورځ امنیت نه مختلوي. دا واقعاً بې بېلګې کار و، چې د داوود خان د شخصیت ملي توب او پراخ منښت ښيي.

دوې اوونۍ مخکې، د د غوايي د اوومې کودتا یو مخکښ غړی، جنرال قادر مړ شو. پر هغې ورځ د ده انځور هم فېسبوک کې ډېر خپور شو؛ مګر دا خپرېدنه متفاوته وه. ټولو په یوه خوله د جهنم هیله ورته کوله او د ده له شخصیته یې د کرکې او نفرت څرګندونه کوله. دا د دوو کودتاوو دوې څېرې وې. ملت د یوه مړي ته، ۳۳کاله وروسته درناوی کوي؛ خو د بل د مړینې پر ورځ رټنه کوي. دا د ملت پرېکړه ده. د غوايي د اوومې سره ښايي ځکه ډېره کرکه وشي چې هغوی د پردو په اشاره یو –تر ډېره بریده- ملي زعیم په ډېرې خونړۍ او ناځوانې لارې له واکه لرې کړ. د کورنۍ اتلس غړي د ښځو او ماشومانو په ګډون یې مورته شهیدان کړل. د دې ورځې د خونړیتوب او توروالي څرکونه له پیله څرګند وو. ان هغوی چې د داوود د نظام مخالفین وو، پر دې ورځ د دې کودتا له امله او د داوود خان پر کورنۍ د ظلم له کبله ودردېدل.

کمونیستان د خپلو احساساتو او تودو شعارونو پر نیلي سپاره وو. «انقلاب کبیر…برګشت ناپذیر..تاریخ عقبګرد ندارد…» همدا خبرې وې او بس. دوی ګومان کاوه چې پر دغو شعارونو شاید خپل مخالفین –چې عمدتاً ملت و- پر دې خبره قانع کړي، چې نور نو له واکمن رژیم سره مخالفت کومه ګټه نه کوي؛ نور باید تاریخ ته تسلیم شي! خو ولس دا ونه منل. څومره چې د دوی مظالم ډېر شول، په هماغې کچې مخالفت او مقاومت ژبغړاندی شو. د ولس مخالفت پېښور مېشتي د نهضت ځوانان رهبران کړل؛ کنه تر هغې مخکې هغوی هم له یوې نړۍ نهیلۍ سره مخ وو. له بلې خوا د سړې جګړې مقابل لوري د افغانستان پېښې په دقت څارلې. دا کودتا او دې پسې روان بهیر د دوی لپاره طلايي چانس و، چې دوی هم ترې پاموړ استفاده وکړه.
ولې دومره کرکه؟؟

کمونستان نن هم رټل کېږي او سپکېږي. حال دا چې له کمونیستانو وروسته، ډېرو نورو، ان د اسلام تر بېنر او د اخواني تر شعار لاندې بلا پردي پر موږ راوتپل؛ خو لا هم د کمونیست سره کرکه په خپل زور کې ده. د دې نورو جنایتونو او غلطیو دومره هم ونه شوای کړای، چې له کمونیستانو سره –د ډاکټر نجیب په استثنا- د ولس کرکه لږه کاواکه کړي. دا ځکه چې کمونیستان د دې وطن د بربادۍ، تباهۍ، کودتايي فرهنګ، د رقیب د حذف، د ډله ييزنو وژنو، ورانیو او پردیو ته د بلنو تر ټولو مخکښ، لومړني او پيلوونکي دي. دا ځکه چې تر دې مخکې کودتايي فرهنګ سره زموږ پوځ نابلده وو. د رقیب له حذف سره تر ډېره زموږ سیاسي حلقات نااشنا وو. د ډله ییزو وژنو او پردیو ته د بلنې خو چا تصور هم نه شوای کولای. که څه هم تر هغوی راوروسته اوس پردیو ته بلنه، د رقیب حذف، ډله ییزې وژنې او داسې نورو ناوړه سیاسي دودونو د یوې منلې سیاسي حربې رنګ خپل کړی دی. کمونیستان ځکه لا هم ترټل کېږي، چې د دغو بدغونو وسیلو تیورسنان بلل کېږي. د دوی له دې انقلاب(!) سره زموږ وطن بیا ښه ورځ ونه لیده؛ نور د بدمرغیو او کړاوونو بې‌پایانه بهیر دی، چې همداسې روان دی، که په دې سیریال کې هر لوبغاړی هر منفي رول لوبوي، کریډیټ یې کمونیستانو ته رسېږي؛ لکه تر قیامته چې د مرګونو کریډیت قابیل ته رسېږي. دا زموږ د معاصر تاریخ د قابیل لارویان دي.

د غوايي اتمه

د غوايي اتمه که د ورځو د سلسلو پر بنسټ راحساب کړو، نو د غوايي له اتمې سره ډېره نژدې ده؛ خو که یې د دغو تاریخو پېښو پر بنسټ وګڼو بیا نو د ځمکې و اسمان توپیر سره لري. د کلونو په حساب څوارلس کاله تفاوت لري. په یوه حساب د غوايي اوومې، د غوايي اتمه وزېږوله. په دواړو تحلیلونو، که یې اتمه ویاړلې هم بولئ، که توره هم؛ د دې دواړو پیل د غوايي له اوومې شوی. ځینې د غوايي اتمه له اوومې سره ورته بولي. یا یې د اوومې د لړۍ یوه کړۍ ګڼي.

که د غوايي اوومه نه وه پېښه شوې، نو نن به یې اتمه هم نه وه. د غوايي د اوومې پر ضد پاڅونوال وو، چې د غوايي اتمه یې منځ ته راوړه. البته د غوايي د اوومې د مخالفینو سرلاري وو، چې د غوايي د اتمې کریډیټ یې په برخه کېږي. که یې اوومه کرغېړنه او توره ورځ ګڼو، بیا نو طبیعي ده، چې یوازې د غوايي اتمه، هغه هم ځکه چې د غوايي د اوومې لړۍ يې پای ته ورسوله، یوه ویاړلې ورځ ده. پر دې هم اعتراف په کار دی، چې د غوايي د اوومې ځینې سرلاري لا هم د غوايي په اتمه کې په ډېر اطمینان سره کښته و پورته وارېدل؛ ته وا زموږ د ولس قرباني مسخره کوي!

هغوی چې د غوايي اتمه یې له اوومې سره ورته بولي، هم د تامل وړ نظر لري. د غوايي د اتمې بړېڅو کې د کمونیستانو نقش او کردار ډېر بربنډ او ښکاره وو او دا رول ځکه ډېر پیاوړی و، چې مجاهدین په خپلو کې سره غوښه او چاړه وو؛ ځکه نو هر ورور د ورور د پښو وهلو لپاره تربره ته لاس وغځاوه؛ ځکه نو د غوايي اتمه تر یوه بریده سړی په یوه ضعیف تحلیل کې د غوايي له اوومې سره ورته بللای شي.

که د ډاکټر نجیب رژیم ماتې د دوی ډېره ستره کارنامه حساب شي، بیا خو د همدې اتمې مخکښانو راته پردي راوستل، رامسلط یې کړل، بیا نو څنګه پر ډاکټر نجیب پردو ته ترجیح ورکړو؟! تر شین سترګو پردو خو لس برابره ډاکټر نجیب ښه وو. دومره به ډاکټر نجیب هم ستر مجرم نه وو، چې هغه سره ډغره ووهل شي، نسکور شي، پوځ يې منحل کړای شي او پر ځای يې لرو پردو ته بنله ورکړو، چې راشئ اډې هم واخلئ او اردو اوس تاسې راته وروزئ!

پایله

که د غوايي د اوومې سروالانو جرمونه کړي، وطن ته یې پردي راوستل او باید محاکمه شي؛ بیا خو نو د غوايي د اتمې مخکښانو هم غلطۍ کړي، پردي يې راوستل، وطن یې ویجاړ کړ. که د ریاضي د ضرب په حساب، جرم له جرم سره خلاص کړو، بیا نو کراري ده، هېڅ هم نه دي شوي، ټول سپینې کوترې دي!

پاتې شوه د ملت د قربانۍ خبره، هو د غوايي اتمې لږ تر لږه د کمونیستان –برالا- شعارونو مخه ډب کړه. د اسلام په نامه یې یو نظام حاکم کړ، هو د شعار تر حده. زموږ د ملت قرباني او د ازادۍ لپاره مبارزه شاید د نړۍ د معاصرو ملتونو په تاریخ کې کم سارې وي. ويتنامیانو په شپېتمې میلادي لسیزه کې د امریکا پر ضد مبارزه وکړه، خو هغوی د هوچیمین په څېر رهبر لاره، له ازادۍ او اتحاد وروسته یې د یوه نظام اساس کېښود او نن که هغوی د غوايي کومه توره اوومه لري، نو تر څنګ یې د غوايي یوه سپینه اتمه هم لري؛ ځکه چې د دواړو توپیر یې عادي ویتنامي ته جوت دی؛ خو زموږ د غوايي د اتمې او اوومې توپیر کې ان روڼ اندي او د قلم خاوندان پاتې راځي!

لیکوال: ذاکر جلالي، کالم: تم شه!، نن ټکی آسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x