جمعیت اسلامي: د هرې ممکنه پېښې پړه به د ارګ په غاړه وي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۹ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د بلخ د والي عطاء محمد نور د ګوښه کولو وروسته جمعیت اسلامي ګوند ویلي، چې له ټولو لارو به کار واخلي؛ څو نور په خپله دنده پاتې شي او د دفاع لپاره به یې له هرې ممکنه لارې کار واخلي.

د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر صلاح الدین رباني پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، د عطاء نور ګوښه کول ورته د منلو وړ نه دي او ارګ یې په یو اړخیز اقدام او د واک په انحصار تورن کړی دی.

د رباني په خبره، ارګ د بلخ د والي په اړه یوه اړخیزه پرېکړه کړې او دغه ډول کار به د حکومت مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي او نظم به له منځه یوسي.

د جمعیت اسلامي ګوند غړیو ویلي، چې د ملي یووالي حکومت د هوکړې له مخې ولسمشر نه شي کولی، چې د بلخ والي له دندې ګوښه کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، «جمعیت اسلامي د افغانستان د جهاد میراث داره دی او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې، د سولې په ټینګښت او د نظام په جوړولو کې یې بې دریغه زیار ګاللی دی.»

دوه ورځې وړاندې د ارګ ویاند شاه حسین مرتضوي وویل، چې ارګ د عطاء محمد نور استعفا منلې ده او بلخ ته یې انجینر محمد داود د نوي والي په توګه ټاکلی دی.

خو تېره ورځ عطاء محمد نور وویل، چې ارګ یې له دندې نه شي ګوښه کولی او په خپله دنده پاتې دی.
نور له تېرو ۱۴کلونو راهیسې د بلخ والي دی، نه مخکېني ولسمشر حامد کرزي له دندې ګوښه کړای شو او نه یې تراوسه د ملي یووالي حکومت له دندې ګوښه کولو واک لري.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
RAZMOHAMMED KAMAWALL
میلمه
RAZMOHAMMED KAMAWALL

why atta noor want keep self in mazare shareef;
1;attamohammed noor do drug businesss and export opium to europe,
2/he sale and export afghan minerals to europe,
3 atta noor collect khyrataan tax for own,
4-IRAN GAVE FREE GASOLIN AND SALE THAT IN MAZARESHAREEF
ATT NOOR HAVE CONNECTION WITH IRAN AND DO SABOTAGE AGAINST AFGHANISTAN AND TAJIKISTAN TOO,
ATT ANOOR USE GOVERNMENT POSATION FOR JAAIAT AND PERSONAL BENIFIT LIKE KING OR AMPERATOR OF MAZAR.
THANK YOU