fbpx

عطاء نور د دوستم او محقق په برخلیک کې

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

بالآخره د شمال مغرور امپراتور او د ګډ حکومت ګواښونکی والی عطاء محمد نور تر یونیمې لسیزې واکمنۍ وروسته له دندې ګوښه او پرځای انجنیر داود دبلخ د والي په حیث وټاکل شو.

ښاغلي نورچې پر ولایتي دندې سربیره په شمال کې د جمعیت ډلې او شمالې ټلوالې یوځواکمن مشر هم و څه وخت وړاندې له امریکايي چارواکو څخه د ګیلې په ترڅ کې ویلي و چې هغوی (امریکیان) مونږ د خپلو اهدافو لپاره داسې کاروي لکه د پیپسي بوتل چې ترخالي کیدو وروسته یې فاضله دانۍ ته وغورځوي.

د شمالي ټلوالې غړي هغه څوک وو چې له امریکایانو سره یې د افغانستان په اشغال کې صادقانه مرسته وکړه.
همدا ښاغلی استاد عطاء ، جنرال دوستم ، حاجي محقق ، استاد رباني ، استاد سیاف او فقید مارشال فهیم و چې امریکايي ځواکونو ته یې د طالبانو په راپرځولو کې د پلي ځواکونو او ماین کښانو رول اجراء کړ، خو په افغانستان کې د امریکایانو د پښو په ټینګیدو سره یې هغوی یو په بل پسي هماغه د ښاغلي عطاء په اصطلاح د پیپسي بوتلانو په څیر ایسته وغورځول.

په افغانستان په تیره شمال کې د شمالي ټلوالې د غړیو د حذف او تجرید سلسله د دې ډلې د ځواکمنې څیرې جنرال دوستم له تبعیده پیل شوه، محقق یې ورپسي کړاو وړمه ورځ یې وروستی بوتل (عطاء) هم د کارول شویو بوتلانو په جمله کې د تاریخ کثافت دانۍ ته ور وشاړه.

د هیواد د جګړه ییز سیاست دغه ناکاره شوې مُهرې ۲۳ کاله وړاندې لا ملت استفراق کړې او د هیواد له پولو یې کولاب ته اړولې وې خو همدا امریکایان ول چې د ولس لخوا دغه استفراق شوي څیرې یې بیرته د بي ۵۲ الوتکو او کروز توغندیو په زور پر ولس تحمیل او د هیواد په اشغال شوي صحنه کې د خپلو اغراضو لپاره بیا ځلي مطرح کړل.
نن چې د ښاغلی نورد ګوښه کولو خبرد هیواد په نشراتي فضا کې کومه هنګامه جوړه کې د هغې د آرامولو او تحریکولو اساسي عامل په کابل کې د امریکاسفارت دی.

که په یاده هنګامه کې د امریکا سفارت د خیل نه وي د ارګ ، سپیدار او مزار نصب شوي چارواکي له ځانه د هیڅ ډول دا شانته هنګامو جوړولو جرئت نشي کولای.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجيب الرحمان
میلمه
مجيب الرحمان

په پير او افغانيت مو رحمت شه ښکلې شننه وه او ټول د څه پاسه يوې لسيزې د تاريخ شاليد مو چاڼ کړى ليکلى. فکر مو تاند قلم مو روان اوسه.