طالبان، له کندهاره تر مزاره؛ پر نږدې تاریخ بیا کتنه

ذاکر جلالي

افغانستان چې د خپل ځانګړي جیوپولیټیکي وضعيت له کبله د تاریخ په اوږدو کې تل د زبرځواکونو د ټکر او سیالۍ محوري ټکی و، دغسې د نړیوالو خبریالانو او څېړونکو لپاره د څېړنې او ځیرنې په زړه پورې سکالو هم ده. پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد له پوځي تاړاک نیولې، بیا تر کورنیو جګړو او د یوويشتمې پېړۍ له پیل سره چې د یوازېني زبرځواک (متحده ایالاتو) د نوې او پېچلې جګړې ډګر دی، د افغانانو په پرتله پرې تر ډېره بهرنیانو لیکنې وکړې. هغوی د خپلو لیدټکیو او موخو په پام کې نیولو سره زموږ د وطن وضعیت څېړلی. موږ چې د ناورینونو قربانيان او لومړني شاهدان یو، ایله مو د هغوی روایتونه لوستي. ډېری وخت مو د ځان په اړه ان د هغوی درواغ هم رښتیا ګڼلي!

په دې وروستیو کې یو ښه فرهنګي پرمختګ دا هم شوی، چې افغان سیاستوالو له لیکنو سره لېوالتیا پیدا کړې. د پخواني ولسمشر د ملي امنیت سلاکار، رنګین دادفر سپنتا کتاب به همدا ګړۍ هم د ډېرو تر مطالعې لاندې وي او دغه کتاب لا هم د کتاب لوستونکي کهول تر منځ د تودو بحثونو موضوع ده. د ملي امنیت پخواني مشر، عارف سروري لا پخوا د سترګو لیدلې پېښې په کتابي بڼه خپرې کړې دي. امرالله صالح هم د پېښو په تړاو د مقالو ټولګه خپره کړې او لا هم لیکل کوي. د پخواني ولسمشر د دفتر رئیس، عبدالکریم خرم او د کورنیو چارو پخوانی وزیر، عمر داوودزی هم پر کتاب لیکلو بوخت دي. د خلق ډیموکراټیک ګوند د حکومت د بهرنیو چارو وروستي وزیر، عبدالوکیل د یادښتونو کتاب کال وړاندې خپور کړ. په طالبانو کې چې د کتاب لیکلو کلتور لا هم تت دی، د ملا عبدالسلام ضعیف د کتابونو تود هرکلی شوی. له زندانه تر خلاصېدو وروسته یې په لنډه موده کې د «ګوانتنامو انځور» ولیکه، چې د نړۍ ګڼو ژبو ته وژباړل شو. «طالبانو سره زما ژوند» يې د انګلیسي او عربي په ګډون تر ۱۵ په زیاتو بهرنیو ژبو خپور شو. وروستی کتاب یې «طالبان، له کندهاره تر مزاره» دی، چې دمګړۍ لاس په لاس کيږي. دلته یې د همدې کتاب پر ځینو ټکو بحث کوو.

د ضعیف صېب وروستي کتاب کې د طالبانو د تحریک پر پیل، حکومتولۍ، د اسامه بن لادن ژوند او معما، او د امریکا د یرغل په پایله کې د سقوط په باب په زړه پورې تحلیلي بحث شوی. د شوروي پر ضد د جهاد پرمهال یې د هغو جبهاتو په اړه بحث کړی چې د طالبانو په نامه مشهورې وې. د جهاد له بریا وروسته د جهادي تنظیمونو تر منځ د کابل پر جګړو مفصل بحث شوی. په دغه بحث کې يې هغه لاملونه په ګوته کړي چې د طالبانو د تحریک د راپورته کېدو لامل شول. دا چې د طالبانو تحریک په لومړیو کې څه ډول خپلې چارې تنظیمولې، کندهار ولایت یې څنګه تر خپلې ولکې لاندې راووست، د کندهار د قول اردو قومندان ملا نقیب الله اخوند ولې تسلیم شو، د حزب اسلامي قومندان عطا محمد سرکاتب ولې جګړې ته لومړیتوب ورکړ او داسې نور… دا ټول مسایل څېړل شوي. له دې وروسته تر ډېره ولایت په ولایت د طالبانو پر پرمختګونو بحث شوی، طالبانو څنګه د جهادي تنظیمونو له خپلمنځي اختلافاتو ګټه واخیسته او کابو له ټول افغانستانه یې د مجاهدینو تنظیمي واکمني ټوله کړه، په دې اړه هم مفصل بحث شوی دی. په دغه بحث کې لوستونکي ته جوتېږي، چې څنګه احمد شاه مسعود وتوانېد د ګلبدین حکمتیار جنګیالي په طالبانو ووهي او حزب تر فشار لاندې راولي او د حزب مشرتابه د وضعیت د ناسم تحلیل په پایله کې په لوی لاس خپل جنګیالي له یوې بلې داسې جګړې سره مخامخ کړل، چې د دوی لپاره وروستۍ شوه. ضعیف صېب د غزني د نیولو په بحث کې لیکي «د حکمتیار صاحب وسله ‌وال او جنګیالي که څه هم چې ډېری کسانو یې د طالبانو سره جګړه نه غوښتل، خو د حکمتیار صاحب په فشار سره اړ وه چي د خپل مقاومت کرښي د تحریک د خوځښت په وړاندي ټینګي کړي» (۹۴مخ).

د طالبانو د حکومتولۍ بحث بل هغه ټکی دی چې په دې کتاب کې پرې نسبتاً ښه بحث شوی. په ۱۴۸م مخ کې پر دې بحث کيږي چې ولې طالبانو په لومړیو کې د کابینې شورا ته د «سرپرستې شورا» نوم غوره کړ. ښاغلی ضعیف لیکي: «علت دا و چې طالبان په هغه وخت کي په دې تمه وه چي یوه ملي حکومت ته لاره اواره سي، او یا کېدای سي د تفاهم د لاري یو ښه څرک پیدا سي او د کابل له وتلو ځواکونو سره جوړې او روغې ته لاره اواره سي». د دې روایت له مخې ښيي چې طالبانو خپل حکومت د یوه ملي او ټولمنلي حکومت پر لور یو انتقالي حکومت باله؛ خو دا چې ستونزه ولې د تفاهم له لارې حل نه شوه، طالبانو څومره په دې تړاو د یوه مسوول حکومت په توګه هڅې وکړې، بحث نه دی شوی.

د حکومتولۍ په بحث کې بله مهمه موضوع ملا محمد عمر مجاهد ته د «امیر المؤمنین» د لقب ورکول دي. په دې کتاب کې لولو «په اول کې یواځي د «امیر» خبره مطرح سوه؛ خو کله چې مولوي احسان الله احسان د «امیرالمؤمنین» ږغ پورته کړ، سمدستي د علمای کرامو لخوا په تکبیرونو سره بدرګه سو او هېچا هم د اعتراض ږغ پورته نه کړ» (۱۳۸ مخ). د ملا عبدالسلام ضعیف له روایته جوتېږي، چې په سر کې د دولت د مشر لپاره د «امیر» پر لقب بحث کېده؛ خو وروسته د مولوي احسان الله احسان له خوا د «امیر المؤمنین» غږ پورته کېږي او ټول یې مني. دلته څو ټکي پاموړ دي:

• لومړی دا چې په دې اړه جدي او تخصصي بحث نه دی شوی چې «امیر المؤمنین» د لقب له کارونې به موخه څه وي. د دې لقب کارونې پایلې به څه وي. یا که دا لقب ونه کارول شي، کومه ستونزه به راولاړه کړي؟ دا مسایل واضح نه دي؛

• دا چې د مولوي احسان الله احسان له خوا د «امیر المؤمنین» د وړانديز په باب چا بحث نه دی کړی، ښايي لامل یې هغه باور وي چې په «اسلامي» حکومت کې د مسلمانانو مشر ته د «امیرالمؤمنین» د لفظ کارونه حتمي ګڼل شوې ده؛

• وروسته ښايي د همدې لقب له مخې د اسلامي نړۍ له ګڼو سیمو څخه ځوانان په دې موخه افغانستان ته راتلل، چې ګواکې داسې نظام رامنځ ته شوی چې هېڅ پولې او د نورو دولتونو ملي حاکمیتونو ته درناوی نه لري؛

• دغه لقب وروسته طالبانو ته هم ډېرې ستونزې راولاړې کړې. که څه هم طالبانو څو څو ځلې څرګنده کړې چې یوازې افغانستان پورې راټوله اجنډا لري؛ خو بیا هم ونه توانېدل چې د سیمې او نړۍ د هېوادونو باور ترلاسه کړي.
دا چې د «افغانستان اسلامي دولت» نوم څنګه د افغانستان پر «اسلامي امارت» بدل شو، ضعیف صېب لیکي: «د افغانستان اسلامي دولت نوم د افغانستان اسلامي امارت باندې هغه وخت تبدیل سو چې کله د ځینو مستقلو او په امارت کې د ننه افغان علمای کرامو لخوا د آمر او دولت پر دوو نومونو اعتراضونه وسول». دا چې دا اعتراضونه څه وو، په کتاب کې راځي: «د امیر المؤمنین لقب په کندهار کې ملا محمد عمر مجاهد ته ورکول سوی و، چې دغه نوم د اوسني دولت له نوم سره تضاد درلود او یا دا چې د مطلق امیر او د دولت د نامه تر منځ ښه مناسبت نه و.

دولت هغه لفظ دی چې اکثره د جمهوري پلوه حکومتونو لپاره کارول کيږي» (۱۹۵ مخ). د ضعیف صېب له بحث څخه ښکاري چې طالبانو لومړی د دولت مشرتابه ته د «امیرالمؤمنین» لقب غوره کړ، مخکې له دې چې د دولت پر نوم او څرنګوالي بحث وشي. دا هم د تأمل وړ ده چې ایا د «دولت» لفظ کارونه حتماً د «ډیموکراټیک» حکومت په معنا ده؟ یا په بله اصطلاح د «دولت» لفظ کارونه الزاماً له اسلامي شریعت سره په ټکر کې ده؟ دلته بیا هم هغه ټکی د غور وړ دی چې طالبانو دغه لفظونه د سیمې او نړۍ له حساسیتونو او له دغو نومونو د خپل دقیق فهم پرته غوره کړي وو.

«طالبان، له کندهاره تر مزاره» کتاب کې چې ماته تر ټولو په زړه پورې بحث و، هغه د اسامه بن لادن پر سر له متحدو ایالتونو سره د اسلامي امارت د ټکر او په پای کې د امریکا د یرغل بحث دی. کتاب کې لولو، چې اسامه بن لادن د جهاد له دورې وروسته د مجاهدینو د حکومت د ځینو لوړپوړو چارواکو له خوا له سوډانه افغانستان ته په داسې ډول راوستل کيږي، چې الوتکه یې د متحدو عربي اماراتو په شارجه هوايي ډګر کې ناسته هم کوي او بن لادن هلته خپله الوتکه هم بدلوي. ښاغلی ضعیف لیکي چې «اسامه او ځینو نورو عربو ته د وخت د کورنیو چارو وزارت لخوا د رباني په امر افغاني تذکرې او پاسپورټونه هم ورکول سوه» (۲۶۹ مخ). کله چې طالبان پر کابو ټول افغانستان خپله ولکه ټینګوي، د اسامه موضوع هم ورته د مجاهدینو له حکومته په میراث پاتې کېږي. وروسته بیا څرګنده ده چې د اسامه موضوع د افغانستان لپاره د څومره ستر ناورین لامل شوه.
د کتاب له روایت دوې خبرې جوتېږي:

لومړۍ دا چې اسامه بن لادن بې له دې چې د طالبانو مجبوریتونه او ستونزې په پام کې ونیسي او د دې پر ځای چې د یوه خواخوږي په توګه د افغانستان په ستونزه کې مثبتې هڅې وکړي، په لوی لاس یې داسې څرګندونې کولې چې د امریکایانو اندېښنې راوپاروي او د متحده ایالتونو او اسلامي امارت تر منځ د احتمالي جوړ جاړي امکان هم له منځه یوسي؛ د ښاغلي ضعیف کتاب کې له دې لیکې ښکاري چې طالب مشرتابه هم د اسامه له څرګندونو تنګ شوي وو «د اسامه خوله هم له واکه وتلي وه، ځیني وختونه به یې ځان د تلویزیون پر مخ ښکاره کاوه او امریکا به یي په مختلفو الفاظو سره تهدیدوله او له خبري رسنیو سره به یي ټلیفوني مرکي هم کولي، چې مسئله یي نوره هم پېچلي کوله، هر وخت به یې ویده ماران له خوبه راوېښوله» (۲۷۱مخ).

دویمه خبره ترې دا هم جوتېږي، چې د طالبانو حکومت د اسلامي احساس او پښتني دودونو له مخې پر اسامه ډېر فشارونه نه راوړل؛ که څه هم دا ژمنه یې ترې اخیستې وه چې په افغانستان کې به د یوه مهاجر په توګه ژوند کوي او د افغانستان خاوره به د نړیوالو پر ضد نه کاروي؛ خو داسې ښکاري چې بن لادن او جنګیالیو یې تر ډېره د طالبانو مجبوریتونه او ستونزې په پام کې نه نیولې.

په خلیج کې پر امریکايي بېړۍ له برید او د افریقا نایروبي او دارالسلام کې پر امریکايي سفارتونو له بمي بریدونو وروسته د اسامه بن لادن مسئله د امریکا او طالبانو ترمنځ پر یوې محوري ستونزې بدله شوه. دغه مهال لفظي او رسنیزې ناندرۍ لا روانې وې چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر پر یوولسمه د امریکا پر دفاع وزارت یا پنټاګون او نیویارک کې پر اسمانڅکو نړیوالو سوداګریزو مرکزونو بریدونه وشول. دغه مهال متحده ایالتونو د اسامه د نه تسلیمولو په حالت کې د پوځي یرغل ګواښ هم مل کړ. په دې اړه د ضعیف صېب کتاب کې لولو چې طالبانو له امریکایانو غوښتل چې داسې اسناد او شواهد وړاندې کړي چې د افریقا چاودنو او یا هم د سپټمبر یوولسمې پېښو کې د اسامه بن لادن لاس لرل ثابت کړي. اسلامي امارت متحده ایالتونو ته د مسئلې د اواري په موخه ځینې حل لارې وړاندې کوي: لومړۍ دا چې اسناد دې د افغانستان سترې محکمې ته وړاندې کړي، بن لادن به د وړاندې شوو شواهد پر بنسټ په افغانستان کې محاکمه شي؛ که دا د منلو نه وي، بیا دې د څو هېوادونو د قاضیانو ګډه کمېټه جوړه شي او هغه دې بن لادن محاکمه کړي؛ درېیم وړاندیز دا شوی و چې له بن لادن څخه به د اړیکو ټول وسایل اخیستل کېږي او نظر بند کېږي به، خو د ښاغلي ضعیف په روایت امریکایان بې له دې چې له طالبانو سره په داسې کوم میکانېزم کار وکړي چې د اسامه مسئله اواره شي، یو مخ به یې د هغه د تسلیمولو غوښتنه کوله، چې دا چاره طالبانو ته له مذهبي او کلتوري اړخه ستونزمنه وه.

د سپټمبر یوولسمې د پېښو پر مهال چې ملا عبدالسلام ضعیف په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر و، د امریکایانو د یوه ګواښ په ځواب کې د امارت پیغام داسې روایت کوي «موږ د امریکا او د امریکا له ولس سره د دښمنۍ نیت نه لرو، نو له همدې کبله موږ ډاډ درکوو، چې په تاسي باندې به زموږ لخوا کومه حمله نه کېږي او نه به بل چاته دا اجازه ورکړو، چې د افغانستان خاوره ستاسې پر ضد وکاروي». (۲۹۵ مخ)

ښاغلی ضعیف لیکي، امریکایانو له هر ډول څېړنې پرته دا کار له اسامه سره وتاړه «که څه هم اسامه بن لادن تر دغه وخته په دې اړه څه نه وو ویلي؛ خو د افغانستان اسلامي امارت د دې پېښې غندنه وکړه او له غندنې سره یو ځای یې د دې کار عاملینو ته د محاکمې غوښتنه هم وکړه» (۲۷۹ مخ).

د طالبانو د حکومت د نسکورېدو په وروستیو ورځو کې د حامد کرزي او ځینو مهمو طالب چارواکو ترمنځ په کندهار کې یو مهم ملاقات کيږي. د دې ملاقات په باب په لومړي ځل د طالبانو له ادرسه د ضعیف صېب په کتاب کې لولم. د طالبانو د تحریک د زېږېدو ځای، کندهار لا سقوط نه و کړی، چې د سرپرستې شورا مرستیال، ملا محمد حسن اخوند، د کندهار والي ملا محمد حسن رحماني، ملا عبیدالله اخوند، ملا برادر، د کورنیو چارو وزیر ملا عبدالرزاق، د مالیې وزیر اغاجان معتصم او سید محمد طیب اغا په ګډون د ملا عبیدالله په مشرۍ د طالبانو پلاوي په شاه ولي کوټ کې له حامد کرزي سره وکتل. ضعیف صېب لیکي «له کرزي سره په دې سلا سوه، چې د ده اداره به طالبان نه ځوروي، کورونو ته به یې نه پسې ورځي، مشرانو ته به یې یو موټر او مناسبه اندازه وسلې د هغوی د امنیت لپاره ورپرېږدي. حامد کرزی به د طالبانو د سر، مال، ضمانت کوي، په دغو شرطونو به طالبان له مقاومت څخه لاس اخلي او د کندهار ښار به و سیمه ییز قومندان، ملا نقیب الله اخوند ته ورسپاري» (۳۲۴ مخ). خو د ملا محمد عمر په اړه بل ځای ضعیف صېب لیکي چې هغه ټولو طالب مشرانو ته خپل پېغام واوراوه او ويې ویل چې هغه به کله هم امریکا او د هغوی ملګرو ته تسلیم نه شي،‌ له خپلو ملګرو سره به چریکې جګړې ته مخه کړي. دا د طالبانو د سقوط په وروستیو ورځو کې هغه ناسته وه چې که یې پر سلاوو عمل شوی وای، طالبان به بیا جګړې ته نه وای مجبور شوي. هغه مهال د امریکایانو ستراتيژي لکه اوس د ټرمپ هغه یو مخیز جګړه ‌ییزه وه او د سولې او خبرو اترو په نامه پکې څه نه و. له هغې راهیسې تر ننه په دواړو لوریو کې افغانان د جګړې قربانیان دي. امریکایان اوولس کاله وروسته یو ځل بیا جګړه د حل لار بولي، یو ځل بیا بي ۵۲ جګړه مارې الوتکې کاروي.

وروستۍ څېړنې هم ښيي چې طالبانو لکه د ځینو نورو افراطي جریانونو په څېر له امریکا سره د دښمنۍ تګلاره نه درلوده او نه هم طالبان د نورو امریکا ضد توندلارو اسلامي جریانونو له افکارو اغېزمن وو، خو د امریکا د جګړه‌ ییزو سیاستونو پایله دا شوه چې د امریکایانو او طالبانو تر منځ جګړې ونښلي او د زرګونو انسانانو د تلف او میلیاردونو ډالرو د خساري لامل شي. داسې جګړه چې اوس اوس اوولسم کال ته داخله شوه او لا یې هم د اواري کوم څرک نه لګېږي. د دې ټکر او اوږدې جګړې مطالعه دا تحلیل هم حقیقت ته نږدې ښيي چې امریکا په سیمه کې د سولې او ثبات کومه ستراتيژي نه لري. د امریکا له پراخ پوځي او استخباراتي حضور سربېره د نوو ترهګرو او ورانکارو ډلو رامنځ ته کېدل بل هغه دلیل دی چې د سولې او ثبات لپاره د امریکا پر تګلارې شکونه یقین ته نږدې کوي. موږ یو ځل بیا لکه د ۲۰۰۱ کال وروستۍ میاشتې، د سولې پر ځای د جګړې شعارونه اورو، یو ځل بیا د جګړه ‌ییزې بریا تکراري ژمنې وینو.

د ضعیف صېب د نورو کتابونو په څېر په دې کتاب کې هم پر دغسې ډېرو نورو مسئلو هم په زړه پورې بحثونه شوي چې لوستل یې بې ګټې نه دي. په پای کې ملا عبدالسلام ضعیف صېب ته د کتاب د خپرېدا مبارکي وایم او لوستونکي د کتاب لوستو ته رابولم. دغه کتاب اکسوس کتاب پلورنځي خپور کړی دی.

مسیر ورځپاڼې څخه په مننې

avatar
6 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالولی (فهیم)۰
میلمه

دا یو ښکاره حقیقت دی چی د طالبانو اسلامی امارت یو ریتینی اسلامی نظام وه او یو هیواد چی ځان اسلامی هیوار ګڼی نو باید حکومت یی همداسی وی لکه د طالبانو حکومت چی وه زه په خپله د هغی ورځی په تمه یم چی یوځل بیا د طالبانو یو ریښتینی اسلامی امارت په افغانستان کی رامنځته شی الله پاک دی هغه ورځ ژر ترژره راولی.

الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

فهیم صاحب ، الله ج دی دعاګانی قبولی کړه ، د طالبانو اسلامی امارت الهی نظام دی د کوم د پاره چه الله ج د انسانی خلقت هدف ( عبادت ) تاکلی عبادت د ( توحید او اطاعت ) مجموعی ته وایی یعنی د انسانانو په شمول هر څه دالله ج په مالیکت کی او زمونږ ورځنی ټولی جاری د هغه ذات د اصولو او قوانینو لاندی باید اداره شی دا د عبادت یا د الهی نظام معنی ده ، ټول انسانان او په ځانګړی ډول مومنان د همدغه هدف د پاره که ژوند تیروی د الله ج امانت یی… نور لوستل »

نورالدین
میلمه
نورالدین

کہ سلاشوی وای یانہ خو داسلام او کفر ترمنځ بہ جګړ‎ہ جاری وہ رحمت دی وی پرامیرالمؤمنین او دھغہ پرلارہ ویانو

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

سلام علیکم.
د طالبانو او په مجموع کی د هیواد د سیاسی- اجتماعی د وضعیت حقایق ډېر ډېر مرموز او پټ او پېچلی تر هغه دی کوم چه زه او احمد او محمود او کوم بل څوک ئې د تورو او حروفو په بڼه د کاغذ پاڼو ته وسپارو.
ددې حقایقو د رمز په بربنډولو یوازی هغه څوک توانېدلای شی کوم چه د قرآن د تاریخی بیان په رښتینی تفسیر او تعبیر باندی حاکمیت ولری ،ددې حاکمیت حصول هم دومره سخت کار ندی، فقط کفایت کوی چه پدې ټکی ایمان ولرو چه د قرآن ژوندئ تفسیر یعنی د زمانې مسیر.

مجيب الرحمان
میلمه
مجيب الرحمان

ښه کار به دا وي چې تالبان پخپله د تېرو تالبان د راجګېدو څخه تر پرځېدو پورې د خپلو د دولتي او ټولنيزو مداخلو او روابطو په هکله ټولې نړۍ ته د کتاب په بڼه وليکي ځکه تراوسه هم نړېوالو او ناپوهو افغانانو تر منځه دا بحث کېږي او ګڼل شوي چې تېر د 1990 تر 1995 پورې کورنيو جګړو کې د تالبان لاس و. دا ښه اقدام دى چې حقايق د الله ج په خاطر راوباسئ او د تالبان د پېژندو سره به د داعشيانو پېژندل او تر منځه توپير هم جوت شي.

الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

مجیب الرحمان صاحب ، تاسی ښه وړاندیز کړی ، کیدی شی طالبانو یی په اړه ډیر څه لیکلی وی مګر د هغو تبلیغاتی منابع ډیری سانسور او کنترول لاندی دی ، او څه مونږ هغه کمیابه منابعو ته د ویری یا له غفلته لاسرسی نه کوو لمړی زه او بیا نور څکه ناخبره پاتی یو دا هم کیدی شی چه طالبان هم کمی زیاتی ولری مګر په دی یی نه ملامتوو چه هغوی ته تر دی کارو لا ډیر نور درانه مسؤولیتونه ورپه غاړه دی په څنګ کی هم د ځآن او هم د کورنیو نفقه او حفاظت هم وربه… نور لوستل »