افغانستان

طالبان:‌د ثور خونړۍ کودتا یو منحوس او د رټلو وړ اقدام و

نن ټکی آسیا: طالبانو د غويي د اوومې او اتمې نیټې په اړه اعلامیه خپره کړې او د افغاني کمونیستانو کودتا یې د افغانستان د بدمرغیو، ناخوالو او تراژیدیو یو منحوس او رټلی اقدام بللی.

د غویې د اوومې نیټې د کمونیستي کودتا او پر اتمې نیټې د مجاهدینو د بریا په اړه د طالبانو اعلامیه:

د ثور د اوومې او اتمې په اړه د اسلامي امارت اعلاميه

د ۱۳۵۷لمريزکال د ثورپه  ۷ مه زموږ دهېواد يو شمیر ناخلفو څيرو د کمونيستي الحادي مفکورې د را واردونکو په توګه  دافغان اولس د اسلامي تشخص او هويت په ضد برالا ګام پورته کړ، او دسیاسي حاکمیت دترلاسه کولو لپاره يي کودتا وکړه .

د غوايي داوومې کودتاچيانو هڅه کوله چې د بيګانه ذهنيت په ترويج سره  د افغانستان د مسلمان او ميړني ولس په ضد داسې يوه خطرناکه جګړه پيل کړي چې په سیمه کې ورسره  اسلامي عقيده محوه او پرځای يې بې منطقه کمونستي اډيالوژي  په خلکو تحميل کړي .

زموږ په نظر دغه بدمرغه کودتا د هېواد دټولو را وروسته ناخوالود پیلامې په توګه  یو منحوس او در ټلو وړ اقدام وو چې افغانستان او زموږ مؤمن اولس ته یي درانه  زیانونه  اواوږدې ناخوالې له ځان سره درلودې.

دکمونیزم په خلاف مسلح  جهاد یوه دیني ، انساني  او وجداني اړتیا وه ، دافغانستان جهادي رهبرانو  دکمونیزم په خلاف داولس  ویښولو او جهادي میدان ته په سوق کولو سره تاریخي کردار ترسره کړ ، دکمونیزم ښامار چې زموږ داولس دیني او عقیدوي  جوړښت یې له ګواښ سره مخ کړی وو ، د مجاهد  اولس له داسې عکس العمل سره مخامخ شو چې بیا حتی دکمونیزم نړیوال صادرونکي شوروي اتحاد هم  دلته د کمونیزم لاهو شوې بیړۍ ته له غرقیدو نجات ورنکړای شو ، تردې چې د سرلوړي جهاد په برکت نه یوازې په افغانستان کې کمونیزم شکست وخوړ بلکې په نړیواله سطحه دکمونیزم مفکوره دتاریخ برخه وګرځیده .

د افغان مجاهد اولس په توره دکمونیزم شکست دشلمې پیړۍ ترټولو مهمه او تعجب آوره پیښه وه ، دهمدې حماسې له برکته دمنځنۍ اسیا، ختیځي اروپا او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ګڼ مسلمان او نامسلمان اولسونه دشوروي اتحاد له منګولو ازاد شول ، تردې چې په افغانستان کې هم جهاد په بشپړه توګه دبریا ترپولې ورسید او د ۱۳۷۱ هـ لمریز کال د ثور په اتمه د سرلوړي جهاد څوارلس کلنه حماسه بشپړه او دمجاهدینو لومړني موقت دولت په کابل کې د چارو واګې په لاس کې واخیستې .

زموږ دهیواد نااهله کمونیستانو چې د ثور داوومې په کودتا سره زموږ په ویاړلي تاریخ کې کوم  بدنام څپرکی اضافه کړی وو ، د ثور داتمې فتحې دغه داغ په بشپړه توګه ومینځه  او دافغان مؤمن اولس مجاهدینو یوځل بیا ثابته کړه ، چې ددې اولس په رګونو کې  اوس هم دجهاد او استقلال غوښتنې جذبه ژوندۍ ده چې کولای شي دنااهلو او رټلو اجیرانو کړنې جبیره کړي .

خوپه ډیر  افسوس باید ووایو چې دجهادي صف له منځه يو شمير خود کامه اشخاصو چې متأسفانه د جهادي کاروان په سر يا مهمو برخو کې يي ځای درلود، په خپلو هوسونو، جاه طلبيو او يو په بل تفوق  سره یې زموږ د مجاهد ملت د آرمان بیړۍ خپل منزل ته پرې نه ښوده،  د سپيڅلي جهاد د شرعي هدف (سوچه اسلامي نظام) لاره يې له انحراف سره مخ کړه او د هېواد لپاره يې نورې داسې ستونزې وزيږولې چې افغانان يې حتی له يادولو  شرم احساسوي، موږ پوهیږو چې د دغه ستر جنايت تر شاحقیقي مجاهدين نه بلکې صرف څو تنه هغه څيرې ولاړې وي چې نن هم په خپل ګمراه کوونکي موقف ټينګار کوي او خپلو جرمونوته ادامه ورکوي .

دا چې ولې دثور  داتمې فتحه په غمیزه بدله شوه او دکمونیزم په خلاف متحد مجاهدین یو دبل په وړاندې وجنګېدل ، اساسي علت یي دواقعي دښمن نه پیژندل او دجهاد له اساسي اهدافو کږیدل وو ، یو شمیر تنظیمي مشرانو ددې په ځای چې د اسلامي نظام دقیام  ارمان ته متعهدپاته شي ، داقتدار په هوس کې لاهو شول او په دې لاره کې یې حتی دخپل مسلمان ورور په وژلو هم صرفه ونه کړه ، چې دا یوه نه هیریدونکي تاریخي غمیزه وه

اوس چې لله الحمد امریکایي یرغلګراو اجیران یي   د کمونیستانو  په برخليک اخته کيدونکي دي او لرې نه ده چې يو ځلي بیا دثور داتمې غوندې حماسه تکرار شي ټول دخیل اړخونه باید له تاریخ څخه په زده کړو دافغان اولس ددیني ارمانونو دترسره کولو په برخه کې خپل مسؤلیت ادا کاندي .

هغوي چې نن د کابل ادارې په نامه د امریکايي استراتيژيو  د تکميل خوبونه ګوري هم بايد د ثور د ۷ او ۸ تاريخونو څخه عبرت واخلي او نور د افغان مسلمان ملت کړاونه ډير نه کړي، هغوي چې نن په افغانستان کې د امریکاد دايمي شتون هيله لري بايد پام یي وي چې افغانستان د پرون غوندې  نن هم د مسلمانانو ځاله ده او هر تجاوز ګرته  د پخوا په شان  کلک موقف او ځواب لري.

افغانانوته د امریکايي او روسي تاړاک او دکمونيزم او کپيټالزم ګمراه کوونکو فلسفو ترمنځ هيڅ توپير نشته،  دواړه د خپل دين او هيواد غلیمان ګڼي او په وړاندې يي مبارزه خپل روا حق بولي.

دافغانستان اسلامي امارت چې دثور داوومې دفاجعې عاملین دتاریخ مختورن بولي ، دثور داتمې نیټه درارسیدو په مناسبت خپل مجاهد او فاتح اولس ته مبارکي وایي ، او دنړیوال امریکایي ښکیلاک د زبون حالۍ په دې شیبو کې ورته  دکمونیزم په خلاف ګټلې بریا هم  بختوره غواړي .

الله تعالی دې دکمونیزم په خلاف  جهاد کې زموږ دیونیم میلیون شهیدانو شهادتونه قبول او غازیانو ته دې کامل کامل اجرونه ورکړي .

د افغانستان اسلامي امارت

۱۴۳۵/۶/۲۷ ه ق

۱۳۹۳/۲/۷ه ش

۲۰۱۴/۴/۲۷ م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x