افغانستان

پروان: ګډو ځواکونو ۱ملکي وګړی وژلی او دوه یې ټپیان کړي دي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۹ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو تېره شپه د جان قدم سیمه کې د ملکي وګړو پر کور چاپه اچولې، چې یو ملکي وګړی یې وژلی او دوه نور یې سخت ټپیان کړي دي.

د جان قدم سیمې خلکو د وژل شوي جسد نن سهار د پروان مرکز چاریکار ښار ته راوړی او د پېښې د عاملینو د نیولو او محکمه کولو غوښتنه کوي.

د پروان والي محمد عاصم عاصم د پېښې پخلی کړی؛ خو ویلي یې دي چې دی پوهېږي چې په دغه سیمه کې عملیات د کومې موخې لپاره شوي دي.

د جان قدم سیمې خلکو د پروان له والي غوښتي، چې د ورته پېښو د مخنیوی دې وکړي.

دا لومړی ځل نه دی امریکا او کورني عسکر د ملکي وګړو پر کورونو چاپې اچوې او ملکي وګړي وژني.

د ټرمپ د نوې ستراتېژۍ د اعلان وروسته د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې ډېروالی راغلی، چې هوايي بمباري او چاپې پکې هم ډېرې شوي دي.

د ملي یووالي حکومت تل په داسې پېښو بې خبري ښيي او حتی غندلی یې هم نه شي.

د بګرام د تېرې شپې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه تراوسه نه بهرنیو ځواکونو او نه هم د دفاع وزارت څه ویلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x