افغانستان

کابل: د امریکا سفیر د ټرمپ پر ستراتېژي سربېره سولې ته د هڅو ژمنه وکړه

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۹ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): کابل کې د امریکا نوي سفیر د سولې شورا له مشر سره په خبرو کې سولې ته د هڅو ژمنه وکړه.

جان آر بس سره له دې چې د په افغانستان کې د جګړې د سر لارې امریکا سفیر دی، خو په وینا يې «افغانان حق لري، چې په سوله کې ژوند وکړي.»

جان آر بس له کریم خلیلي سره به خبرو کې وویل، امریکا په افغانستان کې د سولې د هڅو د پیاوړتیا لپاره ژمنه ده.

د سولې شورا رییس د امریکا له مرستو نه مننه وکړه او په خبره يې «امریکا له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د پام وړ مرسته کړې ده.»

د امریکا نوی سفیر په داسې حال کې د سولې لپاره «د هڅو ژمنه» تازه کوي، چې د امریکا د نوې ستراتېژۍ له مخې جګړه تونده شوې او ملکي تلفات ۵۲ سلنه لوړ شوي دي.

که څه هم د سولې د هڅو منځګړي فعالان د امریکا نوې ستراتېژۍ د سولې پر وړاندې یو لوی او جدي خنډ بولي، خو د سولې شورا رییس د امریکا د سفیر پر وړاندې د ټرمپ د ستراتېژۍ ستاینه وکړه.

تېره ورځ د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک هم د امریکا له نوي سفیر سره په لیدنه کې د امریکا د نوې ستراتېژۍ ستاینه وکړه او دا يې د خپلو مخالفینو د ځپلو «سمه لار وبلله.»

که څه هم امریکا او افغان حکومت په حکومتي چوکاټ کې د سولې شورا په نوم بنسټ د سولې د هڅو په بهانه فعال کړی، خو د نویو څېړنو له مخې نږدې ۷۶ سلنه افغانان پر دې باور لري چې حکومت د سولې په برخه کې واحد دريځ او رښتینی موقف نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x