
د المان دفاع وزیره: افغان حکومت لا هم موږ ته اړتیا لري
نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۹ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): بلخ ته د المان د دفاع وزيرې ورزولافون درلاین په ناڅاپي سفر کې ویلي، افغان حکومت لا هم زموږ ملاتړ ته اړتیا لري.
درلاین ته افغان حکومت پخپلو پښو ولاړ نه ښکاري او په وینا يې د ناټو تر چتر لاندې شریکو جګړه مارانو د خپلو ځواکونو په ایستلو کې بېړه کړې ده.
د المان دفاع وزیره چې تېره ورځ په ناڅاپي سفر بلخ ته راورسېده، همالته يې له خپلو ځواکونو سره هم لیدلي دي.
د هغې په خبره د افغانستان وضعیت لا دا جازه نه ورکوي چې خپل نږدې زر تنه عسکر وباسي او په خبره يې «افغانستان به مو لا هم بوخت وساتي.»
د المان پارلمان تېره اوونۍ په افغانستان کې د خپلو مېشتو عسکرو ماموریت درې میاشت نور هم اوږد کړی دی.
دغه هېواد دلته ۹۸۰ تنه عسکر لري چې ټول يې په بلخ کې مېشت دي.
د المان دفاع وزیره وروسته له هغه دا څرګندونې کوي چې د امریکا د نوې ستراتېژۍ له مخې جګړه تونده شوي او بهرنیو ځواکونو د افغان همکارانو په ملګرتیا شپني عملیات هم ډېر کړي دي.
په ورته وخت کې په کابل کې د امریکا نوی سفیر جان ار بس بیا د سولې لپاره د «هڅو ژمنه» هم کړې ده.