نړۍ

د انګلستان دفاع وزارت: کندهار کې نسکورې شوې چورلکه کې د دوی پنځه عسکر وژل شوي

لندن څخه خپريدونکې “دي ګارډين” ورځپاڼې د بريتانې د دفاع وزارت له قوله ليکلي، چې پرون يکشنبه کندهار ولايت کې د دوی يوه پوځي چورلکه نسکوره شوې، چې پنځه بريتانوي پوځيان پکې وژل شوي دي. 

دفاع وزارت زياتوي، چې په نسکوره شوې چورلکه کې څلور عسکر او يو پيلوټ وژل شوی دی.
د کندهار ولايت چارواکيو هم ياده پيښه تاييد کړې، چې پرون تخته پل ولسوالۍ کې د ايساف يوه چورلکه نسکوره شوې وه.
پرون ايساف هم منلې وه، چې د افغانستان په جنوب کې يې يوه پوځي چورلکه راپريوتې چې پنځه عسکر پکې وژل شوي وو.

ايساف د خپلې پاليسۍ له مخې د پيښې دقيق ځای او د وژل شويو عسکرو هويت نه و روښانه کړی.
د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي پرون يکشنبه رسنيو ته ويلي وو، چې د کندهار ولايت تخته پل ولسوالۍ د چغرې غره لمن کې د دوی نظامي ملګرو د ايساف يوه هيليکوپتره ويشتي، چې پنځه بهرني عسکر پکې وژل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x