افغانستان

د بلخ ولایتي شورا: ارګ د عطامحمد نور د تېر کال استعفا منلې

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۹ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د بلخ ولایتي شورا وايي، ارګ د عطامحمد نور د تېر کال استعفا اوس منلې، چې دا یو غیر قانوني کار دی او دوی ته د منلو نه دی.

د دې شورا مشر افضل حدید ازادي رډيو ته ویلي، که پخپله عطامحمد نور د تبدیلي نیت لري، نو ارګ يې باید «شرافتمندانه» تبدیل کړي.

د نوموړي په خبره د ارګ او عطامحمد نور تر منځ پر ځينو شرایطو بحثونه شوي و، چې تر اوسه ارګ د هغه شرطونه نه دي عملي کړي.

د عطامحمد نور په اړه ارګ وړمه ورځ اعلان وکړ، چې استعفا يې ومنل شوه او پر ځای يې انجینر محمد داود والي وټاکل شو.

د ورځې په اوږدو کې د جمعیت اسلامي ګڼو غړو او دې ګوند له خپل رسمي ادرسه د عطامحمد نور اړوند د ارګ تصمیم ناسم او «بېړنی» وباله.

احمد ضیا مسعود چې د ګوند مرستیالي کوي د حالاتو ګډوډېدو ګواښ وکړ، صلاح الدین رباني توپیري چلند وګاڼه او امرالله صالح بیا ولمسشرته په اشارې وویل د عطامحمد نور د استعفا په برخه کې باید له «خاورو – خځلو» ګیله ونه شي.

ماښام مهال عطامحمد نور هم خپل دریځ اعلان کړ او ويې ویل، ارګ د ده مخکینۍ استعفا چې د یو لړ شرایطو سره یې ورته وړاندې کړې وه، منلې ده؛ چې شرطونه پوره شوي نه دي نو ده ته هم د ارګ حکم د منلو نه دی.

ارګ کې د ویاند مرستیال نجیب ازاد بیا وویل، که يې عطا محمد نور مني او کنه؛ ولسمشر يې د لرې کېدو امر کړی دی.

د بلخ او ارګ تر منځ ناندرۍ لا هم روانې دي، خو د شنونکو په باور ښايي پر یوې «پټې معاملې» پای ته ورسېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x