شعـــــرونه

اقصی در ملامت یم

سید الهام

له مینې دې لوېدلی یم رښتیا در ملامت یم
ښیراوې راته مه کوه اقصی در ملامت یم

د ټکو اورېدو ته د بلنې غږ یې بولم
دا کمه ټکه نده زه چې دا در ملامت یم

لازم مې په ژوندون او مرګي توره تیاره بویه
لتا که زه بې برخې شوم رڼا در ملامت یم

خدای مکړه چې به ته رانه خپګان کې پردی کیږې
خدای مکړه چې به زه آن تر عقبا در ملامت یم

چې زما له مرګ نه وړاندې غلیم تا رانه په زور وړي
په سرو لمبو مې وسوځه آشنا در ملامت یم

په بیړه دی پوکی په شپېلۍ غواړم اسرافیله!
چې زیږي به تر ما هم بې وفا در ملامت یم

الهامه! نور و هېڅ کومې ګناه ته اړتیا نشته
همدا مې ده والله ستره ګناه در ملامت یم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x