دیني، سیرت او تاریخ

رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په آند (٨٢برخه)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

فرانسوی فيلسوف فرانسوا ماري آرويه ولتر (۱۶۹۴-۱۷۷۸م.) دنبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:
محمد صلی الله علیه وسلم ډېر ستر انسان ؤ او عظيم شخصيتونه يې وروزل. هغه عاقل قانون جوړونكى، عادل رهبر، پياوړى امپراطور او پرهيزګاره پېغمبر ؤ.

فرانسوى ليكوال داكتر گوستاولوبون (۱۸۴۱-۱۹۳۱م) د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:
“كه د سترو شخصيتونو لويوالى او ارزښت د دوى د كړنو له مخې وارزوو، نو محمد صلي الله عليه وسلم به د نومياليو تر منځ ستر نوميالى ومنو.”

انګليسي ليكوال جنرال سرپرسي سايكس (۱۸۶۷-۱۹۴۹م) د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:
” محمد صلی الله علیه وسلم هغه ستر انسان دى چې ټول توان يې دشرك او بت پالنې په له منځه وړلو كې په كار واچاوه او پر ځاى يې د اسلام سوچه افكار وكرل. زه د بشريت د خلاصون په لاره كې د هغه دا ستر او بې بېلګې خدمت ستايم”

برېتانوى اسلام پيژندونكى جان ديون پورت (۱۷۸۹-۱۸۷۷م.) دنبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:

“هغو ليكونكو چې د تعصب له مخې يې د توحيد د راژوندي كوونكي سپكاوى وكړ، جوته كړه، چې نه يوازې د عيسی د خير غوښتنې روحيې پرې اغيز نه دی كړی، بلكې په قضاوت كې هم په غلطه تللي. كه موږ محمد صلي الله عليه وسلم د نړۍ د نوابغو په سر كې رانه ولو؛ نو بې انصافي به مو كړې وي. آسيا باید د داسې بچې په درلودلو سره ووياړي.

نور بيا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x