افغانستان

اشرف غني: دوهم پړاو ته ځو، خو جوړجاړی نه کوو

نن ټکی اسيا: د ولسمشرۍ مخکښ نوماند ډاکتر اشرف غني احمدزی وايي، چې د خلکو د رايو پر سر جوړجاړی نه کوي؛ ځکه خلک له ده غواړي، چې د پردې تر شا معامله ونکړي او دی هم د خلکو رايو ته په درناوي، دوهم پړاو ته ځي، خو پټ جوړ جاړی نکوي.

اشرف غني، هغه ګنګوسې رد کړې، چې ګواکې دی د پردې تر شا د حکومت جوړولو لپاره په جوړ جاړي بوخت دی.

غني وايي، له حالاتو داسې ښکاري، چې ټاکنې دوهم پړاو ته ځي او دی ورته بشپړ تياری لري.

ښاغلي غني له خپل سيال کانديد څخه هم غوښتنه وکړه، چې بايد دوهم پړاو ته له تلو څخه ويره احساس نکړي.

ډاکتر اشرف غني په لومړي ځل د ټاکنو د کميسون په اړه يو څه توندې خبرې کولې، و يې ويل، چې د ټاکنو کميسون د دوی نيوکو او اعترضونو ته توجه نده کړې.

غني و ويل، چې دوی د ټاکنو کميسون ته ويلي وو، چې پاکې او ناپاکې رايې دې سره جلا کړي، ولې هغوی په دې اړه هيڅ اقدام ندی کړی.

غني ټينګار وکړ، چې که د ټاکنو کميسون پاکې او ناپاکې رايې سره جلا کړې وای، نو اوس به ټولې پایلې داسې نه وې او خامخا به يې پوره بدلون موندلی وای.

ښاغلي غني د ټاکنو له کميسون څخه وغوښتل، چې اوس دې پاکې او ناپاکې رايې سره جلا کړې او خلکو ته دې روښانه کړي، چې کوم لوري درغلي کړې ده.

ډاکتر اشرف غني له کرزي هم وغوښتل، چې کومو ولايتونو کې پراخه درغلي شوې، نو هغه چارواکي دې له دندو ګوښه کړي؛ ځکه که دا خلک پر خپلو دندو پاتې شي، نو يو ځل به بيا د درغليو لپاره لار هواره کړي.

اشرف غني همدا رنګه د ټاکنو د کميسون د غړيو په اړه هم و ويل، چې کومو کسانو درغلي کړې، بايد عدلي ارګانونو ته معرفي شي او کومو چې په پوره مسؤوليت خپله دنده تر سره کړې، بايد وستايل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x