fbpx

غزل/ محمدالله تبسم

محمدالله تبسم

ته یې چې حس کړې له هماغې لاس په نام ولاړ دی
یو کس تر اوسه د ارمان په اختتام ولاړ دی

د چا مین د استغراق یوه نعره داسې وه
خلکو ور وګورئ چې لمر په پورې بام ولاړ دی

خدایه! وه خدایه! او وه خدایه! وه زړګیه خدایه
ملنګ بادشاه ته په زارۍ په احترام ولاړ دی

د چا د لاس کرخې همدغسې ګویانه ښکاري
دده راتلونکې بس دده په نوم ګمنام ولاړ دی

دا تبسم چې په بغارو دی دیوال ته په مخ
دې د یو چا دپنهاني تصویر په پام ولاړ دی

محمدالله تبسم

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د