د سامسنګ ګلیکسي S9 نوی سمارټ فون به د راتلونکې کال په پیل کې وړاندې شي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۹ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د سامسنګ کمپنۍ نوی پیاوړی سمارټ فون S9 او S9 پلس به د راروان ۲۰۱۸ کال د فروري په میاشت کې د مبایل نړیوال کانګریس (MWC) په نوم نړیوال نندارتون چې د هسپانیا په بارسلونا ښار کې ترسره شي نړۍ ته وړاندې شي، چې دغه به د ایپل وروستي سمارټ فون آیفون X لپاره یوه نوې ننګونه وي.

دغه غونډه هر کال په نړیوال مارکیټ کې د نویو مبایلونو وړاندې کولو لپاره ترسره کیږي، او ویل کیږي چې دغه غونډه به د راتلونکې ۲۰۱۸ کال د فروري میاشتې په پای کې ترسره شي، خو سامسنګ له دې غونډې سره هم د خپل مبایل وړاندې کولو لپاره شخصي غونډه جوړوي چې خپل نوي ځیرک مبایلونه نړۍ ته وړاندې کړي، چې له دې سره دا تمه هم کیږي چې دغه غونډه به د بارسلونا غونډې نه څه وخت مخکې ترسره شي، ځکه چې سامسنګ کمپنۍ له دې وړاندې هم د S8 ځیرک مبایل د څه علتونو له کبله جلا غونډه کې وړاندې کړی و، خو تر دې دمه رسمي اعلان نه دی شوی.

له غیر رسمي سرچینو ویل شوي دي چې دغه پیاوړی ځیرک مبایل به له نویو ځانګړتیاو سره وړاندې شي، چې ډیر تمرکز یې د کامرې پر پرمختګ، اوچت او ښکلي اواز کې دی.

که چیرې دغه ځیرک مبایل د MWC غونډې په ترڅ کې وړاندې شو نو د مارچ میاشتې نه مخکې به بازار کې نه موندل کیږي، خو ویل کیږي چې دغه مبایل به د اخیستنې لپاره د آګست په میاشت یا له هغې وروسته میاشت کې وړاندې شي.

د سامسنگ کمپنۍ دغه پیاوړی ځیرک موبایل زیات شمېر ځانگړنې او نور معلومات افشا شوي خو بیه يي تر اوسه هم نه ده معلومه شوې.