کرېکټ: نیوزیلنډ ویسټ انډیز ته په لومړۍ یو ورځینۍ لوبه کې ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۹ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د نیوزيلنډ او ویسټ انډیز ترمنځ له ټیسټ سیالۍ وروسته، نیوزیلنډ ویسټ انډیز ته په لومړۍ یو ورځینۍ لوبه کې په ۵ ویکټو ماتې ورکړه.

ننۍ لوبه کې پچه نیوزیلنډ وګټله او لومړی یې ویسټ انډیز ته د توپ وهنې بلنه ورکړه، ویسټ انډیز په ۵۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدلو سره ۲۴۸ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا غوره توپ وهنه ایوین لیویس وکړه، نوموړي په ۱۰۰ توپونو د یوې شپږیزې او ۷ څلوریزو په مرسته ۷۶ منډې جوړې کړې، همدارنګه رومان پاویل د ۴ شپږیزو او ۲ څلوریزو په مرسته ۵۹ منډې جوړې کړې.

د نیوزیلنډ لخوا ښه توپ اچونه ډوګ بریسویل وکړه، نوموړي ۸ اورونه ترسره کړل او ۴ لوبغاړي یې وسوځول.

په ځواب کې د نیوزیلنډ لوبډلی ښه پیل وکړ، دوی ټاکلی هدف په ۴۶ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځیدلو پوره کړ، ددوی لخوا غوره توپ وهنه ګورج وورکر ترسره کړه، نوموړي د ۸ څلوریزو په مرسته ۵۹ منډې جوړې کړې، همدارنګه کریس مونرو او روس ټیلر ۴۹-۴۹ منډې جوړې کړې.

د ویسټ انډیز لخوا غوره توپ اچونه جیسن هولډر وکړه، نوموړي د ۹ اورونو په کولو سره ۲ لوبغاړي وسوځول، همدارنګه اشلي نرس هم د نیوزیلنډ ۲ لوبغاړي وسوځول.

د نیوزیلنډ لوبډلی چټک توپ اچونکی ډوګ بریسویل په ۴ لوبغاړو سوځولو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

ددوی ترمنځ به دوهمه لوبه د شنبې په ورځ په ۲۳ دیسمبر دریمه په ۲۶ او یوه شل اوریزه لوبه به په ۲۹ دیسمبر ترسره شي.

د یادونې وړ ده چې د دواړو لوبډلو تر منځ دوه ټیسټ لوبې ترسره شوي چې دواړه یې نیوزیلینډ ګټلي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د